The news is by your side.

پاکستانی سفیر؛ افغانان د پنجاب له هر وګړي اعظمي کرکه لري

خبریال وېب پاڼه/په امریکا کې مېشت او په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر په لومړي ځل د افغانستان په هکله د پاکستان جګړه ییزه تیوري غندلې ده او وایي چې په دې ډول به د ورکې کندې ته برابر شي ځکه په وینا یې هر افغان د پنجاب له نوم کرکه لري.

د حسین حقاني په نوم په امریکا کې مېشت د پاکستان پخوانی سفیر وایي چې هر افغان د پنجاب له نوم او نښان کرکه لري او په وینا یې پاکستان تېروتنه کوي چې دغه هېواد کې ترهګري پالي او د ۷ مې پېړۍ جنګي تیوري چلوي.

په امريکې د پاکستان پخواني سفير حسین حقاني لومړی ځل پر خپل هيواد نيوکې کړي دي او ويلي يي دي چې پاکستان اوس هم د اوومې پيړۍ خوبونه ويني او له ترهګرو په ملاتړ سره کوښښ کوي هغه افغانستان خپل کړي چې له پنجاب پکې کرکه په سلو کې سل سلنه ده.

نوموړی وايي چې طالب مشران په پاکستان کې دي، له همدې ځايه تروريستي بريدونه پلان کيږي خو پاکستان بیا هم يو ډول نه يو ډول داسې فکر کوي چې نړۍ يي هم لکه خپل ملت غولولې خو نړۍ نه غوليږي او افغانستان په ډير جديت سره مخ په بره روان دی.

حقاني دا لیکنه چې نيویارک ټايمز ته يي کړې او پرون خپره شوې لومړی ځل دی په ليکنه کې يي مايوسي ښکاري .

هغه وايي چې امریکا باید اوس له پاکستان سره مرسته شوې پيسې په ياد هیواد کې له ترهګرۍ سره پر مبارزه ولګوي او که ډونالډ ټرامپ غواړي چې د امريکې اوږده جګړه بريالۍ شي نو پر پاکستان فشار ددې جګړې د بريا يوازنی راز دی.

امریکا کې نوموړي په يو شخصي مجلس کې د پوښتنو په ډول ويلي دي چې پر افغانستان مو تورخم وتاړه آيا ګټه يي وکړه؟

تر يو ميليون ډير کډوال مو وشړل آيا افغانستان له ناورين سره مخ شو؟

په پاکستان کې ميشتو ترهګرو ډلو وحشت ته زور ورکړ آيا د افغان ولس ارادې کمزورې شوې؟

د نيابتي جګړې د دوام لپاره مو روس پکې راښکيل کړ آيا د طالبانو مجبوبيت زيات شو؟

موږ په غلطه روان يو ځکه محمد اشرف غني ان د نړۍ وال بانک له وخته مرکزي آسیا ډيره ښه مطالعه کړې، د پاکستان کمزور ي ټکي ډير ښه ور معلوم دي، افغاني ميوې تر اروپا ورسيدې، د افغانستان بازارونه له روسي، اروپايي او هندي توکو ډک دي، په افغانستان کې له پاکستان څه چې ان له توکو، درملو او پيسو هم کرکه کيږي، آيا همدا بسنه نه کوي.

د اومې پيړۍ سياست اټومي پاکستان داسې کړی دی چې اوس تر فلسطينه هم کمزوری دی.

موږ باید له داسې سياسته تیر شو د افغانستان ثبات او له طالبانو لاس اخيستل به مو سوکالۍ ته بوزي کينې اوس افغانستان پیاوړی شوی او شونې ده زموږ په څير زموږ دښمن همداسې د پنجاب پر ضد وکاروي لکه موږ چې طالبان، داعشيان او حقاني شبکه وکاروله.

د یادونې وړ ده چې مخکې هم یو شمېر له پاکستان خپه شویو سیاسیونو ورته حقیقتونه را برسېرن کړي وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.