The news is by your side.

طالبان د چشمه شېرپاټک نه هره ورځ ۱ میلیون افغانۍ باج اخلي

خبریال وېب پاڼه/ د بغلان د ولایتي شورا وکیلان وایي، وسله‌ والو طالبانو په چشمه‌ شېر سیمه کې ناقانونه پاټکونه جوړ کړي دي.

دوی وایي چې طالبان هره ورځ له سوداګریزو موټرو څخه د ورځې تر یو میلیون افغانیو باج ترلاسه په زور اخلي.

د  دوی په خبره طالبان له پخوا په دې سیمه کې فعالیت لري، چې تازه یې له تېرو دوه اونیو راهیسې په دې سیمه کې له سوداګریزو موټرو د باج اخستنې لړۍ هم پیل کړې ده.

د بغلان د ولایتي شورا غړي وایي دوی په هرو ۲۴ ساعتونو کې له موټرو څخه له ۷۰۰ زره افغانیو نيولې تر یو میلیون پورې عواید تر لاسه کوي.

د بغلان ولایتي شورا غړي شمس‌الحق بارکزی وایي طالبان هره ورځ په دې سیمه  کې له سوداګریزو موټرو چې شمېر یې شاوخوا سلګونو ته رسېږي پیسې اخلي او په خبره یې له هر موټر څخه له ۵۰۰۰ افغانیو نېولې تر ۵۰ زره افغانیو پورې باج اخلي.

دوی وایي پر دې لاره موټر چلوونکي له سختو ستونزو سره مخ دي او که پیسې ورنکړي په مرګ یې ګواښي.

بارکزی وایي، که حکومت د دې ډلې مخه ونه‌ نیسي، نو په نږدې راتلونکي کې به دا ډله د مالي پلوه نوره هم پیاوړې شي.

په ورته مهال د ولایتي شورا بل غړي محبوب الله غفاري وایي، چې طالبان له تېرو شپږو میاشتو راهیسې په ټول بغلان او په ځانګړې توګه په چشمه‌ شېر کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.

دی وایي یاده سیمه کې سوداګر او په دې لاره موټر چلوونکي له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

بل لورته د بغلان ولایت مقام که څه هم په دغه سیمه کې د طالبانو د چک پواینټونو موجودیت مني، خو زیاتوي، چې  اوسمهال په دې سیمه کې طالبان نشته او سیمه د حکومت تر بشپړ کنترول لاندې ده.

مرستیال والي عبدالقدیم نیازی وایي چشمه‌ طالبانو شېر کې د څو ساعتونو لپاره په دې لاره یو شمېر بار وړونکي موټر درولي و او د پیسو غوښتنه يې ترې کړې وه.

بل لورته د بغلان امنیه قومنداني بیا وایي، چې وسله‌ والو طالبانو پخوا موټرونه درول، خو په وینا یې د امنیتي ځواکونو تر عملیات وروسته دغه سیمې د یادو ډلو له موجودیت پاکې کړې دي.

د وسله‌ والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته منلې، چې د دوی تر واک لاندې سیمو کې له موټرو ګمرکي پیسې اخستل کیږي، ترڅو د دې موټرو امنیت پرې ټينګ کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance