The news is by your side.

د ملت سازۍ اتل / نجیب آزاد

ولسواکي د څلورو ګډو ستنو نوم دی چې هر یو یې د انتخاب حق مانا رایه ورکول، د فکر خپلواکي او د بل فکر ته درناوی، عدالت او برابري، او استازیتوب دی.

د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو تر رسمي کمپاین وړاندې انتخاباتي ټکټونو د بریا له پاره خپل لستوڼي بډ وهل، په دې لړ کې د دولت ساز ټاکنیز ټیم رهبري غښتلي ځوان نجیب الله ازاد ته وسپارل شوه، دا داسې مهال و چې تقريباً  د هېواد نوي سلنه خلک په دې باور وو چې ټاکنې نه ترسره کېږي. د ټاکنو نه ترسره کېدل یوازې د ټاکنو نه ترسره کېدل نه و بلکې ولس په دې فکر شو چې ایا زموږ څخه به د خپل برخلیک ټاکلو واک واخيستل شي؟ ایا زموږ د اولادونو سرنوشت به نور خلک راټاکي؟ او داسې نورې ګڼې اندېښنې.

د نورو ټولو انتخاباتي ټیمونو په څېر د دولت ساز ټیم مشرتابه په ځانګړي توګه ښاغلی ازاد هم مکلف و او دا یې دنده وه چې د خپل ټیم له پاره هر ممکن سياسي او تخنيکي هلې ځلې وکړي. اما کوم کار چې د سياسي او تخنيکي هلو ځلو هاخوا په افغانستان کې په لومړي ځل تر سره شو او موږ یې دې ته اړ ایستلو چې دا مقاله ولیکو هغه ملت سازي ده. ښاغلي ازاد د خپلو کمپایني مسؤولیتونو تر څنګ د ملت سازۍ نوی ابتکار وکړ. نوموړي د افغان ملت مختلف ملیتونه سره راټول کړل، د قومونو تر منځ یې د مشترکاتو ذهنسازي وکړه، او په ځانګړي توګه، هغه اقليتونه ته یې د یوه برابر افغان احساس ورکړ چې له لسیزو راهیسې یا خو ورک وو او يا هم د قومي او سمتي ټېکدارانو تر جبر لاندې یې ژوند تېراوه.

که څه هم دا لېست خورا اوږد دی خو موږ یې دلته څو بېلګې وړاندې کوو. په فارياب او کندوز کې په سلګونه زره بلوڅان اوسيږي که څه هم ژبه یې له لاسه ورکړې او په ازبېکي او پښتو خبرې کوي اما ښاغلي ازاد دوی ته د دوی هويت ورکړ، نوموړي په فارياب کې د تاجک او ازبېک تر څنګ ورک شویو بلوڅانو ته هم د برابر سياسي فعالیت زمینه برابره کړه. همدا رنګه یې د فورمولیانو د ستر قوم هویت هم راژوندی کړ او دوی ته یې هم د افغانستان د ټولو قومونو په څېر د برابرۍ احساس ورکړ او د برابر سياسي فعالیت لار یې ورته هواره کړه، په بدخشان کې یې د پامير له غرونو پاميري وروڼه او خوېندې چې تل یې د اقلیت او دویمې درجې اوسېدونکي احساس لاره د بدخشان په مرکز کې د تاجکو وروڼو تر څنګ په برابر صف کې ودرول. همدا رنګه یې اسماعيلي وروڼه په بغلان او بدخشان کې د ځانګړې کورنۍ له حاکميته راوایسته او دوی ته یې دا فکر ورکړ چې تاسو په خپله د فکر او تصمیم قوت لرئ. په جوزجان او سرپل کې يې پښتانه د نورو قومونو سره برابر ودرول او په غور کې یې ځوانان له قومي ټېکدارانو له ولکې راوایستل.

ټاکنې خو تر دې وړاندې هم درې ځله ترسره شوې. لاکن تل دا ولیدل شول چې له ټاکنو وروسته بريالي ټيمونه د واک پر ګدۍ کښېناستل او خپل هغه ملګري او ولس به یې هېر کړ چې دوی یې تر بریا ورسول. خو دا په لومړي ځل ليدل کېږي چې د دولت ساز تر څنګ ولاړ ولس ولسمشر غني تر بریا رسول او د ولسواکۍ بقاء يو ماموریت ګاڼه اما خپل اصلي ملي رسالت ملت سازي بولي، نن په هر ولایت کې زرګونه فکري او شعوري ځوانان، پېغلې او سپين ږيرې د يو او بل سره فکري تړون لري او د ولس دا هجوم نن هم ټول پر ښاغلي ازاد را ټول دی، د دوی تر منځ مشترکات ایجاد شول، يو بدخشی په دې باور دی چې د کونړ په اوبو پورې د ده د اولادونه سوکالي تړلې ده، همدا رنګه يو پکتیاوال په دې باور دی چې د بامیانو د حاجيګک اوسپنه د ده د اولاد هوساینه کېدلی شي.

د ملت سازۍ د ټولو نړيوالو تیوریو ډېره تکیه پر نغدي سرمایه ګذارۍ وي، اما ښاغلي ازاد د دې تیوريانو برخلاف د ملت سازۍ پيل د قومونو تر منځ پر مشترکاتو او فکري تړاوونو وکړ، نوموړی تر ډېره بریده توانېدلی چې د افغانستان د څلور دېرشو ولایتونو لس ګونه زره فکري وګړي په ځانګړي ډول ځوانان پر يوه محور راټول کړي او د يوه فکري انسجام ځنځير رامنځته کړي. یو هېواد که هر څومره هم په رغونه، بيا رغونه، د حکومت ولۍ په تمثیل او ډيپلوماسۍ وده وکړي تر هغو په سمه مانا نه شي پياوړی کېدی چې ملت سازي و نه کړي. د افغانستان د څلوېشت کلن ناورين تر ټولو لوی لامل د ملت سازۍ نه شتون دی. که څه هم افغانستان د زبرځواکو هېوادونو په هدیره مشهور دی خو دا هم يو روڼ حقیقت دی چې دې هېواد په خپله هم ښه ورځ نه ده ليدلې او هېڅکله هم په پښو نه دی درېدلی ځکه چې دلته د ملت سازۍ لپاره اصلاً کار نه دی شوی. زموږ باور دا دی چې یوازې د ښاغلي ازاد په څېر ځوانان کولی شي چې خپل ګران هېواد له ګړنګونو راوباسي.

اوس نو ددې وخت رارسېدلی دی چې ولسم په یوه خوله او یوه لاس د ملت سازي دا اتل (نجیب آزاد) وستايي . دا ځوان که څه هم ظاهرآ خاکسارخو په باطن ژور او ددغه هیواد دژورو ګتو پالونکی دی ؛ په دفتري چوکاټ کې ښایي ځای نشي‌، ځکه هغه پر ډېرو اداري‌ جوړښتونو پراخ او لوی فکر لري‌،خو نوموړی یو باصلاحیته سیاسي‌ مشر دی چې باید نور دافغانستان سیاست ته له یوه ځانګړې زاویې راووزي‌؛ هره هغه څه نقد کړي‌ چې اصلاح یې شونې وي‌ او دا فضا له منځه یوسي‌ چې افغان باید یا طالب ، یا د حکومت او یا د ټلوالې ملګری وي‌.

ليکوال: د خبريال اداره

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.