ولسمشر د یو فرمان له مخې اجرایه ریاست لغوه اعلان کړ
خبریال ډاټ کام/ولسمشر محمد اشرف غني د یو ځانګړي فرمان له مخې اجرایه ریاست لغوه اعلان کړ او ټولو انیتي ارګانونو ته یې امر وکړ چې نور پخواني اجرایه ریاست ته څوک د کار کولو لپاره لاړ نه شی.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوه ورځې وړاندې د دویم ځل لپاره د ولسمشر کېدو په پار د لوړې مراسم وکړل، هم مهاله پخواني اجرایه رییس او په ټاکنو کې د ولسمشر غني سیال عبدالله هم د خیالي موازي حکومت لپاره په ارک ته څېرمه سپېدار ماڼۍ کې د خپلې لوړې مراسم ترسره کړل.
له ارګ څخه یوې مؤثقې سرچینې رسنیو ته ویلي چې د ولسمشر د فرمان له مخې د روانې کب میاشتې له ۱۹ مې نېټې څخه د ملي یووالي او اجرایه ریاست دوره بشپړه شوې ده او نور د دولت په تشکیل کې اجرایه ریاست نشته دی.
په ورته وخت کې یو فرمان چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس پر لاس کېږي او پینځه مادې لري، پکې په وضاحت سره ویل شوي دي چې د ښې حکومت ولۍ او یو ټول منلي دریځ لرلو لپاره او همداراز د ملي یووالي حکومت په پای ته رسېدلو سره په کار ده چې اجرایه ریاست لغوه، د ټولو کارکوونکو معاشونه ورباندې بند او ټول توکي یې ارګ ته ولېږدول شي.
د اشرف غني په تېر ولسمشریز فصل کې له ښاغلي غني څخه ولس بې شمېره تمې لرلې هېواد ته ګڼ کارونه کوي خو د چارو د ښه تنظیم او ترسره کولو پر وړاندې یې تل پر پخواني اجرایه رییس ښاغلي عبدالله باندې نیوکې کېدلې. نوموړي به تل په لوړو بستونو باندې د تقرر او دغه راز د یو شمېر مافیایي کړویو او زورمندانو د ځپلو پر وړاندې خنډ جوړېده چې دې چارې د ولسمشر غني حوصله تنګه کړې وه.
تمه ده ولسمشر اشرف غني په روانو پینځو کلونو کې له ګڼو ستونزو سره سره د افغانانو لپاره سوله، ښه اقتصاد او د ځان پر بسیاینې دریځ دروازې پرانیزي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.