The news is by your side.

غواړئ په مطالعه روږدي شئ؟

خبریال ډاټ کام/کله چې له نورو د مطالعې په هکله اورئ او ستاسو ذهن د مطالعې په هکله ګډوډ حالت درته انځوروي چې څنګه مطالعه وکړم، کوم ترېکونه وکاروم چې په مطالعه روږدی شم، ولې نه شم کولی مطالعه وکړم؟ آیا ریښتیا مطالعه کول سخت دي؟ دا ډول لسګونه پوښتنې او بدمرغ احساسات ستاسو په ذهن کې را ګرځي.

راځئ دا ټولې پوښتنې په خورا آسانئ حل کړو او ځان د مطالعې یو له سرسختو مینوالو څخه جوړ کړو. زه هم کله چې ماشوم وم، د کورنۍ او مشرانو لخوا به یوازې د لیکلو او د ښوونځي کتاب ویلو ته هڅول کېدم. هر یوه به د میخانک یادولو او لیکلو تمه را نه لرله، مانا دا چې د کتاب هره کرښه باید کټ مټ یاد کړم؟! خو د آزادې مطالعې لپاره د پوهنتون د دورې په لومړي کال پوه شوم او دا مې درک کړه چې یوازې ښوونکي موږ ته لار ښیي، دا موږ یو چې ځان د مطالعې او پلټونکي انداز په زېور سمبالوو.

له کوم ځایه یې پیل کړو؟

هر څوک په خپل ذهن کې خپل خوښې دنیاګۍ لري، خوښوي چې هر څه د ده یا د دې په طبیعت مخکې لاړ شي خو بیا هم ځینې تګلارې شته چې له موږ سره په دغه بهیر کې مرسته کوي. د مطالعې په لومړي پړاو کې هڅه وکړئ د تکړه کیسه او ناول لیکونکو آثار ولولئ، په ځانګړې توګه پولیسي ناولونه ستاسو د ذهن په خلاصولو کې خورا اغېزمن رول لوبوي.

له همدې لومړنۍ هڅې وروسته د ارواپوهنې ځینې کتابونه ولولئ تر څو ستاسو مغز د مطالعې لپاره زیات ګنجایش او اورنۍ لېوالتیا پیدا کړي. کله چې ډاډه شوئ نور په مطالعه روږدي یئ، وروسته خپل هغه مزل ته مخه کړئ چې ستاسو د هدف په مسیر ورغلی دی. کېدای شي په لومړیو کې تاسو ځینې خنډونه ووینئ خو د خپل لوی هدف لپاره د ډار او په شاتګ دریځ و نه نیسئ. وړاندې ځئ، ستاسو د خوښیو او نېکمرغیو اکونټ درته شېبې شماري.

مهالوېش جوړ کړئ:

په مطالعه، ورځنيو چارو او هره برخه کې یوازینۍ ستونزه د وخت سم نه مدیریت کول وي. هر انسان غواړي نېکمرغه او خپلو هیلو ته رسېدلي دریځ کې ژوند وکړي خو ډېر کم وګړي د دې خوب ریښتیا کېدو ته لېچې را نغاړي او کار ورته کوي.

که غواړئ چئ هم مو له وخت مناسبه ګټه پورته کړې وي او هم مو مطالعې ته وخت ورکړی وي، نو د خپلو ټولو ورځنیو چارو، دیني فرایضو او خوب لپاره منظم مهالوېش جوړ کړئ. یوه کلکه ژمنه له ځان سره وکړئ چې له جوړ شوي مهالوېش سره سم به مخکې ځئ. د بېلګې په توګه ولیکئ چې سهار وختي له خوبه د را پاڅېدو پر مهال لومړی لمونځ کوم، سد لمانځه له ادا کولو وروسته د نیم ساعت لپاره کتاب را اخلم، ورپسې د څو شېبو لپاره خپلې ټولنیزې پتې چک کوم، بیا یو شاور کوم او د دندې په لور ځم. د دندې پر مهال ضرور دمه راځي، په هماغه وخت کې لس یا ۱۵ دقیقې د کتاب مطالعې ته غلا کوم. له دندې نه کور ته د راتګ پر مهال په موټر یا پلي تګ کې هم مطالعه کوم او کور ته له رسېدو سره سم څو شېبې آرام کوم او له خوب وړاندې هم د نیم ساعت لپاره د کتاب څو پاڼې اړوم. دا دریځ که یوه اونۍ هم تکرار کړئ، ډاډه اوسئ چې تاسو به په مطالعه روږدي او د نېکمرغیو لار به ونیسئ.

په یاد ساتئ کله چې ستړي یئ، مطالعه مه کوئ ځکه ذهني آرامتیا ستاسي د فکري جذب قوه زیاتوي. دا هم مه هېروئ چې د مطالعې لپاره داسې ځای غوره کړئ چې شور ماشور پکې نه وي.

د مطالعې غوره لارې:

  • له درانده خوراک وروسته مطالعه مه کوئ، ځکه هغه مهال ستاسو فکري فشار د معدې یرغمل وي.
  • د مطالعې پر مهال له موبایل، کمپیوټر او تلویزیون لېرې اوسئ.
  • داسې یوه تګلاره جوړه کړئ چې سخت او آسانه درسونه سل یو ځای کړئ.
  • که د مطالعې په هکله ناببره حالت کې یئ له یو پوه کس نه پوښتنه وکړئ.
  • د مطالعې پر مهال له درس پرته د بل څه په هکله فکر مه کوئ.
  • هغه څه چې د مطالعې پر مهال ستاسو ذهن بوختوي، نوټ یې کړئ او بیا له مطالعې وروسته پرې غور وکړئ.
  • په ځان کې د مطالعې غوره عادتونه جوړ کړئ او په دې برخه کې د چټکتیا لپاره یې وکاروئ.
  • د مطالعې لپاره داسې وخت غوره کړئ چې پوهېږئ څوک ډېر مزاحمت نه درته کوي.
  • د مطالعې لپاره سهار وختي او مازدیګر غوره وختونه دي، البته چې مغز مو آرام وي.

کله مو چې دا لارې پلې کړې او ډاډه شوئ چې نور مطالعه باندې روږدي یئ خو دا اندېښنه درسره پیدا شوه چې ګواکې ذهن مو کمزوری دی او نه شئ کولای هغسې څه ذهن ته وسپارئ چې تاسو یې هیله لرئ نو اندېښنه مه کوئ. ستاسو ذهن له نورو وګړو سره هېڅ توپیر نه لري، یوازینی توپیر دا دی چې تاسو ورباندې تمرین نه دی کړی، نو هڅه وکړئ خپلې ورځنۍ مطالعې ته ادامه ورکړئ او ځینې هغه غذایي توکي چې د مغز ځواکمنولو ته ګټور بلل شوي دی، لکه چهارمغز، بادام، پیسته او ځینې نور ورته شیان هره ورځ سهار وختي وخورئ او خپل ذهن پرې تغذیه کړئ.

مطالعه خپل عادت وګرځوئ، کټ مټ د ورځني خوراکي رژیم په څېر یې پالنه وکړئ. دې سره مو ذهن او فکري ځواک ابډېټ کېږي او هېڅکله به د چا پر وړاندې د کمترۍ احساس ونکړئ.

لیکوال: مطیع الله همدرد

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.