امرالله صالح د عبدالله مرستیال سپېدار نه دی پرېښی

خبریال ډاټ کام/امرالله صالح وایي چې سپېدار ماڼۍ به خپل دفتر کوي او په خبره یې دی ډېر ښه پوهېږي چې د پخواني اجرائیه رییس عبدالله عبدالله مخه څنګه ډب کړي. نوموړي نن ورځ د عبدالله مرستیال سپېدار ماڼی ته پرېښی نه دی.

د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال ښاغلي صالح د عبدالله دویم مرستیال اسدالله سعادتي سپېدار ماڼۍ ته له تللو منع کړی دی. نوموړي ولسمشر ته ویلي چې دی ډېر ښه پوهېږي چې څنګه د دې بحران زیږوونکو مخه ونیسي او سپېدار ځانته دفتر جوړ کړي.

د معلوماتو له مخې تېره شپه سرور دانش هم د محمد محقق لیدو ته ورغلی ؤ، چې د عبدالله ډله دې په رضایت سره د صدارت اسیره کړې ماڼۍ دولت ته تسلیم کړي. دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ عبدالله له سپېدار ماڼۍ څخه ارګ ته تللې لارې بندې کړې وې خو حکومت وایي چې نور د اجرائیه رایست په نوم څوکۍ نشته ده.

هېره دې نه وي چې حکومت غواړي د اجرائیه ریاست بودیجه هم بېرته مالیې وزارت ته وګرځوي او ټول اسناد فایلونه یې دولتي آرشیپونو ته ولېږدوي.

پخواني اجرائیه مشر عبدالله د ولسمشر د لوړې په ورځ خپله خیالي لوړه وکړه او د موازي حکومت اعلان یې وکړ. ولسمشر غني که څه هم په ښکاره سړه سینه کارولې ده خو ویل کېږي د اجرائیه پوست سره کلک مخالفت لري او په دې برخه کې یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد مکرر وړاندیزونه هم رد کړي دي.

په ورته وخت کې د کابل ښار له زمبق څلور لاري سره د دواړو لوریو تر منځ څه اخ او ډب روان دی خو تر اوسه یوې خوا هم په دې هکله رسنیو ته څه ویلي نه دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More