The news is by your side.

د کرونا د مخنیوي لارې چارې:

خبریال ډاټ کام/د روغتیا نړیوال سازمان یا (WHO) د کرونا د مخنیوي او وقایې لپاره نوې سپارښتنې خپرې کړې دي، چې څنګه کولی شو له دغه وژونکي ویروس څخه په نسبي توګه ځان وژغورو:

  1. د کرونا ویروس د جوړ پوستکي څخه تېرېدلی نه شي او تر لسو دقیقو پورې پر پوست یا جلد باندې ژوندی پاتې کېږي نو که چېرې دستکش هم ونلرئ، وارخطا کېږئ مه، یوازې مو لاسونه، پوزې، سترګو او خولې ته مه وړئ.
  2. د کرونا ویروس پر ټوکر (جامه) باندې له ۶ نه تر ۱۳ ساعتونو، پر فلزي (اوسپنیزه) سطحه باندې تر ۲۰ ورځو پورې ژوندی پاتې کېدلی شي.
  3. دا ویروس د سانتي ګرد تر منفي ۶۰ درجې پ،رې هم ژوندی پاتې کېدلی شي او د حرارت پر مثبت ۳۰ درجو کې له منځه ځي.
  4. د کرونا ویروس د ګرمو اوبو او کورني مینځونکو موادو په وسیله له منځه ځي.
  5. جامې مو د لمر پر وړانګو او یا هم په مرکز ګرمیو کې وچ کړئ.
  6. په ګرمو اوبو حمام وکړئ.
  7. د سړو اوبو له څښلو او د سړو خوړو له خوراک په مشکوک چاپېریال کې په کلکه ډډه وکړئ. برعکس چای او ګرمه قهوه وڅښئ.
  8. د دې ویروس د را ټولېدو ځای په پزه کې دی، نو خپله پزه په وار وار په ګرمو اوبو باندې ومینځئ.
  9. که ګرم څښاک ته لاسرسی نه لرئ، نو ژاولې وژوویئ، تر څو ستونی مو په دوامدار ډول د خولې په مایعاتو مرطوب او لوند وساتل شي.
  10. د اوسېدو ځای مو باید مناسبه تهویه (د هوا نومرمال جریان) ولري.
  11. یو بل مهم او حیاطي کار دا دی چې د ورځې څو ځله خپل تنفس د ۱۰ تر ۱۵ ثانیو لپاره ودروئ او وروسته بېرته ساه واخلئ، که چېرته ټوخی یا د تنفس تنګی درته پیدا شو، ضرور یوه روغتیایي مرک ته مراجعه وکړئ. مه پرېږدئ چې د تنفسي ستونزې له درلودلو سربېره بې غوري وکړئ او یو ناوخته حالت ته ورسېږي.
  12. که له کور د باندې په دفتر یا بل ځای کې کار کوئ، هڅه وکړئ له نورو نه یو نیم متر واټن کې خپل کار مخته یوسئ. دویم یې دا چې د یاد وي ویروس وزن دروند (۴۰۰ نه تر ۵۰۰ ننو متره) دی او پر ځمکه د لوېدو پر مهال یې اصلي لېږدوونکې سرچینه بوټان دي نو د اوطاق داحل ته د بوټونو له وړلو کلکه ډډه وکړئ.
  13. د پنجي پر مهال څومره چې کوی شئ له نورو خلکو نه واټن ونیسئ او هر څه (کاغذ، دسمال، خپل لاس او بازو) په وسیله خپله پزه او خوله تر څو ثانیو پورې پټه کړئ، چې د پزې او خولې افرازات جذب شي او په چاپېریال کې خپاره نه شي.
  14. دا ویروس د کلک والي له امله په هر ډول ماسک کې را ګرځېدلی شي، په دې مانا چې هر ډول ماسک د دې ویروس مخنیوی کولی شي. شرط دا دی چې ماسک باید وچ وي او په دوامداره توګه بدل شي.
  15. اړینه نه ده چې زموږ ټولې جامې دې ومینځل شي، یوازې د لمر وړاګو ته یې هم چې واچوئ، پاکولی یې شي.
  16. وروسته له هغه چې خپل لاسونه په انتي سپتیکو یا الکولو ووهئ او بیا میکروبي سیمو ته نه ځئ نو لاسونه مو په مرطوب کوونکي کریم او یا واسلینو باندې ووهئ چې له جلدي ناروغیو څخه په امن وئ.

کرونا ویروس په تېرو کابو دوو میاشتو کې زرګونه کسان ووژل او د تر یو لک زیات کسان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پرې اخته شوي دي.

د معلوماتو له مخې افغانستان کې د وړمې ورځې په ګډون ۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې که جدي پاملرنه ورته و نه شي، د افغانستان غوندې یو بېوزله هېواد کې به یې کابو کول د لکونو انسانانو د وژل کېدو په بیه تمامېږي. دې ویروس د چین له ووهان ښار څخه سرچینه واخیسته او ورپسې ایران، کوېټ او بیا اروپا او امریکا ته هم سرایت وکړ.

هېره دې نه وي چې تازه د بریتانیا د روغتیا وزیره هم په کرونا ویروته اخته شوې او د درملنې لپاره یې بشپړ تدابیر نیول شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.