The news is by your side.

امریکايي‌ جنرال د طالبانو بریدونه نه دي‌ کم شوی،‌په تړون عمل نه کوي‌

خبریال ډاټ کام /د سمندري ځواکونو جنرال فرانک مکینزي وايي چې فکر نه کوم طالبان دي‌د سولي په تړون عمل وکړي‌، ځکه تر اوسه د طالبانو په بریدونو کې د پام وړ کمی نه دی راغلی .

نوموړي دا خبرې په سنا کې د وسله وال پوځ د خدمتونو کمېټې غړو ته کړې دي .

د سمندري ځواکونو جنرال فرانک مکینزي د منځني ختيځ لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ یو لوړپوړی قوماندان دی ؛ هغه شک ښيي چې طالبان به د سولي‌ هوکړه عملي نه کړي‌ او که بریدونه هم دا ډول دوام ومومي‌ په کار دي سیاسي مشران یې په تړاو پرېکړه وکړي‌.

امریکايي رسنۍ کاږي چې د جنرال په باور طالبان د داعش او القاعده ډلي د له منځه وړلو توان لري خو لمړی باید دوی له تاوتریخوالي لاس واخلي .

د سمندري ځواکونو جنرال فرانک مکینزي زیاتوي‌چې : “تر دې دمه زموږ د باور خلاف د طالبانو بریدونه هماغسې زیات او دوامدار دي. که هغوی دا بریدونه کم نکړي، سیاسي مشرتابه (امریکا) به یې په اساس پرېکړه وکړي.“

د امریکا او طالبانو پر تړون کابو دوې اونۍ اوړي‌،خو په افغانستان کې پېښي نه دي کمي شوې ، او دا ستونزې اندېښنې را ولاړي‌کړې دي‌.

ټاکل شوې وه چې د مارچ میاشتي‌ پر ۱۰ نېټه په د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولي خبري پیل شي ، خودا چاروه وځنډېده .

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولي‌ په لوظنامه کې بین الفغاني‌ خبري او په افغانستان کې اوږد مهاله اوربند هم شامل دی ، خو تر دم ګړیه لا بین الفغاني خبري چې باید نن پیل شوې وای نشوې پیل او په افغانستان کې لا هم اوربند نه دی شوی .

دواړه لوري طالبان او حکومت لا تر اوسه پر خپلو دریځونو ولاړ پاتې دي ، طالبان د ۵۰۰۰ زندانیانو خلاصون غواړي خو حکومت یې تر خلاصون وړاندي د اوږد مهاله اوربند غوښتنه کوي‌.

خبریالان وايي چې د هېواد د څلورو لسیزو بدمرغیو ته په کتو په کار ده چې طالب وسلوال او دولت په خپلو غبرګونو کې انعطاب او نرموالی راوليپرې نه ږدي چې د افغانانو په برلیک د سیمې او نړۍ روانه لوبه یو بل تریخ څپرکي ته د ننه شيافغانان د سولې تږي دي او دوی دې پرېږدي چې د سولې تر چتر لاندې هوسا ژوند وکړي.   

دا چارې ته دواړه لوري‌لار پیدا کړي ښايي راتلونکو کې ګټې هم له یوبل سره خوندي پاتې شي ؛ او د امریکا د اوسنی جنرال په څېر به بیا ډېری نور جنرالانو ته په افغانستان کې د خبرو کولو وخت په لاس ورنشي .        

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance