The news is by your side.

ولسمشر غني‌ د طالب زندانیانو د بخښلو فرمان لاس لیک کړ

خبریال ډاټ کام/ دا فرمان په سلسله واره توګه (۵۰۰۰) ‌طالب زندانیان خوشيکوي چې لمړۍ (۱۰۰) کسیزه ډله به یې د درې ورځيوروسته د مارچ ماشتي پر ۱۴ نېټه آزاد کړل شي‌.

په لمړیو پنځو ورځو کې به (۵۰۰) او وروسته به د مارچ میاشتې تر پایه ټول (۱۵۰۰) طالب زندانیان ازادېږي‌.

تېره ورځ د ارګ سرچینو خبریال ډاټ کام ته ویليوو چې لمړنۍ جوپه به (۵۰۰) طالب زندانیان وي، خو د سه شنبې په ورځ دا ستراتېژي بدله شوه .

ارګ وايي چې آزادې دونکيطالب زندانیان به لیکلې ژمنه کوي چې بېرته به د جنګ لیکو ته نه ځي ؛او دوی به د بایومیټریک په وسیله راجستر کېږي‌.

دا لمړنۍ پنخلس سوه زندانیان به د پروان له زندان نه آزادېږي؛ دوی کې به ډېره برخه هغه کسان ويچې یا یې عمرونه لوړ دياو یا هم ناروغه دي‌.‌

پاتې نور بندیان به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو په پایله کې خوشيشي .

ارګ وايي چې د ولسمشر ددغه مهم فرمان له مخيد مليامنیت شورا ددغه پروسې د سامبالښت دنده لري؛ خو نوري ادارې به یې مرسته هم کوي‌.

بل لورته طالبان وايي چې تر هغو به له افغان حکومت سره د سوليخبري نه بیلويتر څو له زندانونو ټول ۵۰۰۰ طالب زندانیان نه ويخوشي شوي .

طالبان دا شک هم کويچې ښايي ځیني زندانیان د ځینو حکومتي چارواکو له لوريبدل کړل شيځکه دوی ویليدی چې د طالبانو یو پلاوی به د زندانیانو د هویت پخلی کوياو بیا به طالبانو ته په یوه دښته کې ورسپارل کېږي‌.

د امریکایي ځواکونو ویاند ډګروال سوني لېګیټ خبر ورکړ چې له افغانستان څخه یې د عسکرو د وتلو لړۍ پیل کړه .‌نوموړي‌ په یوه اعلامیه کې ویلي دي‌ چې :‌ “امریکايي ځواکونه د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره ټول امکانات او صلاحیتونه په واک کې لري چې په کې د داعش د خراسان او القاعدې ډلو د ختمولو او  د ترویزم خلاف عملیات او د افغانستان د امنیتي او د فاعي ځواکونو ننګه شامل دي.“

د امریکا متحده ایالاتو پوځ به په (۱۳۵ورځو کې له (۱۳۰۰۰نه (۸۶۰۰)‌ ته په افغانستان کې د خپل پوځ شمېر راټیټوي‌.

د امریکا پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په داسي ‌وخت کې له افغانستان نه د پوځ د وتلو اعلان وکړ چې تازه په افغانستان کې اشرف غني‌ د ولسمشر په توګه لوړه وکړه او په افغانستان کې په رسمي ډول د یوه نوي‌ حکومت پیل شو ، خو دا حکومت  سره هم مهاله پخواني‌ اجرایه ریس عبدالله عبدالله هم خپل ځان « ځان بللی ولسمشر» اعلان کړ.

خو د  امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خبر ورکړ چې متحده ایالات د یوه خپلواک او یوموټي افغانستان غوښتونکي‌ دي  او د سیاسي توپیرونو د حل لپاره د موازي حکومت یا هر ډول ځواک د کارولو ؛ له هر ډول هڅو سره مخالفت کوي.

ښا يي دا وجه به ويچې د امریکا تر اعلان سمدستيوروسته ولسمشر غنيدې ته تیار شو چې د زندانیانو د آزادېدو پرېکړه وکړي .‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.