پښتون قامي جرګې پاکستان ته خپلې غوښتنې وړاندي کړې
خبریال ویب پاڼه / نن د خیبر پښتونخوا په سر ښار پېښور کې د پښتنو قامي مشرانو له لوري یوه ټول شموله پښتني جرګه وشوه چې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون په ګډون د بیلا بیلو پښتني ګوندونو استازو او سیاسي مشرانو ګډون پکښي کړی وو.
جرګه په پاچا خان مرکز کې رابلل شوې وه . د جرګې کوربه توب د عوامي نېشنل ګوند له لوري کېده ؛ او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، نېشنل پارټۍ، جماعت اسلامي، قامي وطن ګوند، جمعيت علمای اسلام، مسلم لېګ (ن) او پيپلز پارټۍ مشرانو او غړو ګډون درلود .
جرګې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون هم ورغلی وو.
جرګې تر اوږدو بحثونو وروسته یوه ګډه اعلامیه ځپره کړه چې د پښتنو د حقوقو ملاتړ په کې شوی او له پنجاب نه په لمړيځل د حقوقو رسمي غوښتنې شوي دي .
په خیبر پښتونخوا کې د خبریال ډاټ کام همکار وايي چې د جرګې غوښتنې تر ډېره بریده د پښتون ژغورنې له غوښتنو سره برابري ګڼل شوې دي .
علامیه کې غوښتنې په لاندي ډول راغلي دي :
۱- پوځ ته ډېر واک ورکوونکی ايکشن این ايډ آرډيننس دې بدل او بېرته دي واخیستل شي.
۲- د افغانستان د خپلواکۍ او خودمختارۍ احترام دې وشي او افغانستان ته دي د یوه خپلواک هیواد په سترګه وکتل شي.
۳- د پاکستان بهرنۍ پاليسي ناکامه ده. بايد نوې جوړه کړي.
۴- د خېبر پښتونخوا پر اوبو د جوړې بجلۍ د استعمال له کبله بايد وفاقي حکومت صوبې ته هغې پېسې ورکړي چې قرض پرې پاتې دي.
۵ – غاېب کړل شوي خلک دې عدالتونو ته حاضر کړل شي.
۶ – د جګړو او پوځي عملياتو له وجې بې کوره شوي خلک دې خپلو کورونو ته ستانه کړل شي.
۷- د ورانو شوو کورونو جوړولو لپاره دې معاوضه او پیسې ورکړل شي ورکړل شي.
۸- د پښتنو په خاوره د راپورته کېدونکې ترهګرۍ مخنيوې دې وشي.
۹ – د بند کړل شوو شناختي کارډونو مسله دې ژر حل کړل شي.
۱۰ – د قبايلو اصلاحات دې عملي شي.
۱۱- په قبايلي سيمو کې ښخ کړل شوي ماينونه دې پاک او د ولسي وګړو ژوند دې خوندي کړل شي.
۱۲- د ایین اتلسم ترميم چې صوبو ته ډېر واک ورکوي دې په سمه توګه عملي شي او ۱۳- په اين ايف سي ايوارډ کې دې د پښتنو حق ورکړل شي
۱۴ – د چين او پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې (CPEC) کې دې د پښتنو او ۱۵ ۱۵ – بلوڅو برخه واضحه کړل شي.
۱۶ – په مطبوعاتو کې دې د پښتنو سپکاوی بند شي.
دا هغه غوښتنې دي چې ډېري یې د پښتون ژغورنې غوښتنې هم دي، خو تر اوسه پوري د پاکستان حکومت دې غوښتنو ته مخامخ غبرګون نه دی ښودلی .
دا لمړی ځل دی چې پښتانه ملت پآل او مذهبي مشران په پېښور کې د پښتنو پر ستونزو سره راغونډ شوي دي ؛ خو ځینيوايي چې ښايي له دې جرګې نه هم پاکستان استخباراتي لوبه جوړه کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.