The news is by your side.

جالب واده – ۱۰۳ کلن ناریه له ۲۷ کلنې پېغلي سره

خبریال وی پاڼه / یوه ۱۰۳ کلن سپین ږېری هغه وخت د نړۍ ډېری انسانان حیران کړل چې له یوې ۲۷ کلنې پیغلي سره یې د واده راز راووت .

د اندونیزیا اوسېدونکی (پوانډ‌کاټې) هغه وخت د رسنیو خولې ته ولوېدو چې د واده د مراسمو یوه ویډیو یې راووته . نوموړی په ویډیو کې ښکاري‌چې له یوې ځوانې پیغلي‌ سره په خوا کې ناست دی او دواړو د واده جامې اغوستې وې

د واده مراسم روان او یو کس د تلیفون په مټ عکاسي کړې . دا د نړۍ تر ټولو د لوړ عمر لورنکی شخص دی چې اوس یې واده کړی .

تر دې وړاندي‌ ګڼو کسانو په لوی عمر کې ودونه کړي دي ، خو په ۱۰۳ کلنۍ کې د ۲۷ کلنې نجلۍ سره واده کول تر اوسه نه وو ریکارډ شوي .

د انډونیشیا دغه سپین ږېری له خپلي مېرمنې سره د عمر ۷۶ کاله تغیر لري .

د یادولو وړده چې په نړۍ کې ډېر داسي ودونه کېږي چې د نارینه وو او ښځو ترمنځ د عمر واټن موجود وي او دا چاره په افغانستان کې هم بیا بیا تکرار شوې ده ؛ خو داسي‌یو توپیر تر اوسه نه وو تر سترګو شوی .

په زړه پوري داده چې (پوانډ‌کاټې) خپلې مېرمنې ته (۵۰) لکه د اندویزیا روپۍ ولور هم ورکړی دی چې واده یې رسمي بڼه خپله کړې .

پر خواله رسنیو داواده سخت غندل شوی او تر ډېره بریده له حکومت غوښتنه شوې ده چې دا سپین ږیری او دا نجلۍ دي سره جلا کړي .

سپین ږېري تر اوسه خپل غبرګون نه دی ښودلی یا په بله معنا ددغه سپین ږېری غبرګون نه دی را اخیستل شوی ،خو په ټوله کې داسي‌ ودونو ته په ټولنه کې په درنه سترګه نه کتل کېږي .

اندونیزیا یو غریب هیواد دی چې ښايي‌وګړي یې د غربت له کبله هم ورته ودونو ته غاړه کښېږدي ، خو په اندونیزیا کې داسي هم نه ده لکه افغانستان چې پیغلي هیڅ آزادي‌ونه لري او په زوره ودونو ته اړ ایستل شي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.