The news is by your side.

د کرونا وایرس د تلفاتو شمېره تر والګي‌ یا زکام واوښته

خبریال ډاټ کام/ د روغتیا نړۍ وال سازمان (ډپلیو ایچ او) خبر ورکړ چې په نړۍ واله کچه د کرونا وایرس د تلفاتو شمېر د زکام یا والګي د ناروغۍ نه زیات شو ؛‌ اوس ددې وخت رارسېدلی چې دغه ناروغي یوه نړۍ واله وبا اعلان کړل شي‌.

تر دې وړاندي‌ دا سي ښکارېده چې د کرونا وایرس د تلفاتو شمېر د زکام پّ اندازه لږ دی ،خو اوس دا هر څه بدل شول .

د روغتیا نړۍ وال سازمان (ډپلیو ایچ او) وايي‌ چې هیڅ کس له کرونا ناروغۍ نه بچ کېدلای نشي ؛‌ او ښايي ددغه وایرس له کبله درنې ناروغۍ هم پېښي شي .

(ډپلیو ایچ او) وايي‌ چې ددغه وایرس له کبله ښايي د نیول کېدو خطر زموږ تر اندازه هم زیات شي‌.

د روغتیا د نړۍ وال سازمان ډایرکټر ټیډروس ایډ هانوم Tedros Adhanomوايي چې له عادي‌زکام نه د د نیول شویو کسانو یو فیصد خپل ژوند له لاسه ورکوي‌،خو د کرونا د ناروغانو ۳ عشاریه ۴ فیصده مري چې دا یو ګواښونکی شمېر دی .

روغتیا پالان وايي‌ چې د مرګ شمېر کېدای شي‌نور هم زیات شي‌او تر اوسه لا دا هم نه ده روښانه چې څومره کسان د کرونا وایرس نه نور زیانمن شوي‌ دي‌.

د روغتیا د نړۍ وال سازمان ډایرکټر ټیډروس ایډ هانوم وايي‌ چې دا ویرس اوس د نړۍ دومره هیوادونو ته خور وی چې د نړۍ والي‌ وبا نه کم نه دی .

په چین کې پیدا شوی کرونا وایرس اور د نړۍ تر هره هیواده ځان رسولې او تر سلزره (یولک) زیات کسان په اخته شوي‌ دي‌ چې د هغوی له جلې ۳۶۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی .

تر ټولو ډېرتلفات دغه وایرس په چین کې واړول خو تر چین را وروسته ایټلي هغه هیواد دی چې زیات زیان وراوښتی دی .

ایټلي‌ اوس ټوله کرنټین شوی دی ؛ او هلته وروستۍ شمېرې ښيي چې په یوه ورځ کې ۱۳۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړ .

تر اټلي راوروسته ایران او بیا سویلي کرویا له دغه وایرس نه زیات زیانم شوي هیوادونه بلل کېږي .

په بریتانیا کې هم ددغه وایرس د ککړو کسانو شمېر نېژدې (۴۰۰) ته رسي چې ۶ کسانو یې ژ،ند له لاسه ورکړی دی .

په افغانستان کې هم له هرات نه وروسته د هیواد په شمال کې ددغه خطر ناک وایرس څرک موندل شوی دی .

کرونا وایرس له دې سره سره چې د خلکو ژوند ته یې ګواښ پېښ کړی ، اوس د ونډو بازار هم داسي‌را غورځولی چې په تېرو ۱۲ کلونو کې ساری نه وو لیدل شوی .

د روغتیا نړۍ وال ستازما (ډبلیو ایچ او)وايي که ددغه وایرس مخنیوي ته چټک او پر ځای غبرګون ونه ښودل شي ، ښايي د نړۍ یوه تر ټولو خطر ناکه ناروغي‌ثابته شي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.