The news is by your side.

افغان لوبدلې په سوپر اور کې آیرلنډ نه ماته وخوړه

 

خبریال ډاټ کام/د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د آیرلنډ پر وړاندې په خپله وروستۍ شل اوریزه لوبه کې له خورا چټک او خوندور پیل وروسته په پرلپسې توګه ویکټې له لاسه ورکړې او لوبه یې په سوپر اور کې آیرلنډ ته پرېښوده.

د لوبې پچه یا ټاس د آیرلنډ لوبډلمشر وګټله او خپله یې د لومړۍ توپ وهنې پرېکړه وکړه. د آیرلنډ پیل ښه نه ؤ او په لومړنیو دریو اورونو کې یې د افغان ځوان لوبغاړي نوین الحق بالېنګ ته دوې ویکټې پرېښودې خو وروسته کېون اوبراین او ډېلني د آیرلنډۍ لوبډلې ملا ور وتړله او د لوبې تر لسم اور پورې یې ملګرتیا وکړه خو کله چې ډینلي او اوبراین اوټ شول، د آیرلنډ نور لوبغاړي هم ژر ژر وسوځېدل او د قیس احمد توپ اچونې یې د چټکتیا مخه ډب کړه.

د افغانستان لپاره قیس او نوین دواړو دری دری لوبغاړي له مخې پورته کړل، ورسره راشد او مجیب هم یوه یوه ویکټه واخیسته. آیرلنډ په ټاکلو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په زیان افغان لوبډلې ته د ۱۴۳ منډو هدف کېښود. داسې ښکارېده چې افغان لوبډله به په خورا آسانۍ یاد شوی هدف ترلاسه کوي ځکه دواړو پیل غړو لوبغاړو د افغانستان لپاره ښه پیل وکړ، خو له پاورپلې وروسته دواړو لوبغاړو پرلپسې خپلې ویکتې له لاسه ورکړې.

اصغر افغان او ورور کریم جنت یې هم لوبه تر یوه بریده سمه روانه کړې وه خو د جنت له سوځېدو وروسته نبي او نجیب د سمي سېنګ په دوو پرلپسې بالونو خپلې ویکټې وبایللې او افغان لوبډله یې تر فشار لاندې راوستله. جوش لېټل او یونګ خپل وروستي اورونه ښه ترسره کړل او افغان چټک توپ وهونکي یې بریدیزې لوبې ته پرې نه ښودل.

په وروستي اور کې ۱۶ منډې پاتې وې، اصغر په دویم بال خپله ویکټه له لاسه ورکړه خو راشد د یوې شپږیزې او یوې څلوریزې پر مټ لوبه مساوي کړه. تمه وه چې په سوپر اور کې ګوربز او نبي تر لسو لوړې منډې وکړي خو نه یوازې زیاتې منډې یې و نکړې، بلکې په ټول اور کې یې کومه بونډرۍ هم ترلاسه نه کړه.

دې سره افغان لوبډلې د کېون اوبراین تجربه لرونکې لوبې ته خپله ماته ومنله او له کلین سویپ څخه بې برخې شوه. هېره دې نه وي چې روانه لوبلړۍ وار له مخې افغانستان د دوو پرلپسې لوبو په خپلولو سره ګټلې وه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.