قیس د خپلو شل اوریزو لوبو پیل په دریو ویکټو وکړ

خبریال ډاټ کام/د افغان لوبډلې تنکي ځوان قیس احمد د خپلو شل اوریزو لوبو پیل د دریو ویکټو په ترلاسه کولو سره وکړ. نوموړي ته په تېرو دوو لوبو کې چانس نه ؤ ورکړل شوی خو نن یې د په لوبولو سره خپله اغېزمنتیا ثابته کړه.

د قیس تر څنګ بل ځوان لوبغاړي نوین الحق هم خوندوره توپ اچونه وکړه او د لوبې پیل یې د دوو لوبغاړو په سوځولو سره وکړ. ده هم د قیس په څېر دری ویکټې ترلاسه کړې. په افغان کرېکټ بورډ، د غوراوي کمېټه او لوبډلمشر اصغر افغان باندې تل همدا نیوکه وي چې ځوانو لوبغاړو ته چانس نه ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې په روانو دریو لوبو کې اصغر افغان خپل ورور کریم جنت ته سره له دې چې اغېزمن نه دی ثابت شوی، پرلپسې چانس ورکوي.

له آیرلنډ سره روانې شل اوریزې لوبې د روان ۲۰۲۰ ز کال نړیوال شل اوریز نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه اخیستل شوې دي. تمه خو دا وه چې په روانه لوبلړۍ کې تر ډېره ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی وای ځکه افغان لوبډله د چټکو توپ وهونکو لپاره شدیده اړتیا لري. په لوبډله کې د شاپور او ګلبدین تر پرلپسې لوبولو ښه وه چې عظمت الله عمرزي، قیس احمد، نوین الحق او ځینو نورو تنکیو ځوانانو ته چانس ورکړل شوی وی.

را روان شل اوریز نړیوال جام به په آسټرالیا کې ترسره کېږي چې په اکتوبر میاشت کې به پیلېږي. د آسټرالیا لوبغالي تېز دي او د چټکو توپ اچوونکو لپاره ښه مرسته کولی شي. افغان کرېکټ بورډ او د غوراوي کمېټه یا د راتلونکې لپاره مشخص پلان نه لري او یا هم له نړۍ سره لوبې ورته ساتېری ښکاري. د کرېکټ ډېری مینوال او کرېکټ پوهان تل ګیله کوي چې افغان لوبډلې ته نړیوالو لوبډله سره لوبې نه جوړېږي او په دې برخه کې د بورډ چارواکي اغېزمنه سټراتیژي نه لري.

پاتې دې نه وي چې قیس، راشد او نبي د آسټرالیا په سوداګریزو لوبو (بیګ باش) کې ډېر لوبېدلي دي او تمه شته ده چې په را روان شل اوریز نړیوال جام کې د افغان لوبډلې لپاره ښه وځلېږي. کرېکټ بورډ د چټکو توپ اچوونکو په لټه دا دوه کاله سرګردانه دی خو لا هم نه دی توانېدلی چې په دې برخه کې یو لوبغاړي وروزي او ورباندې بانګونه وکړي. دوی په ترتیب سره وفادار مومند، سید شېرزاد، نوین الحق او ځینې نور چټک توپ اچوونکي و آزمایل خو په یوه باندې یې هم تر پایه متواترې لوبې ونکړې چې د افغان لوبډلې تکیه ورباندې وشي.

په روانه لوبلړۍ کې باید عظمت الله عمرزی او نوین الحق ته د زړو لوبغاړو په پرتله ډېر چانس ورکړل شوی وی.

آیرلنډۍ لوبډلې د ۸ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره د ۱۴۳ منډو هدف وټاکه. دمګړۍ افغان لوبډله د هدف ترلاسه کولو ته ډګر ته ښکته شوې ده. عثمان غني او رحمان الله ګربز د پیل لوبغاړي دي.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

Privacy & Cookies Policy