The news is by your side.

نن د بخپلمنځي خبرو د پیل ورځ وه خو ولي ‌پیل نه شول ؟

خبریال ویب پاڼه / د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولي د هوکړه لیک له مخي‌ نن د بین الفغاني‌ خبرو د پیل ورځ وه ؛ خو دا خبري بیل نشوې . ددې خبرو د نه پیل کېدو دوه علتونه په ګوته شوي ې یو یې د افغان حکومت کور دننه او بل یې له حکومته بهر د طالبانو د غوښتنو په تړاو دی .

کور دننه افغان حکومت جوړ جاړي‌ ته نه دی رسېدلی او تر اوسه یې پلاوی هم نه دی اعلان کړی ؛ خو د طالبانو غوښتنه چې (۵۰۰۰) نیول شوي‌ بندیان دی آزاد کړل شي‌هم ولسمشر غنی رد کړې ده .

ولسمشر غني وايي‌ چې د افغانانو ترمنځ خبرو کې به دا موضوع باندي‌ بحث وشي‌، خو طالبان وايي‌ چې لمړي‌ توب د زندانیانو خوشي‌ کېدل دي‌.

که څه هم تر اوسه دواړه لوري‌ پر خپلو خبرو ولاړ دی ؛ خو داسي برېښي‌ چې اوس به د امریکا متحده ایالات په دواړو خپله خبره ومني‌.

له ارګ نه یوې سرچینې خبریال ویب پاڼې ته وویل چې د طالب بندیانو د بایو میټرک پر سلسله کار روان دی او تر اوسه پوري سلګونه کسان بایو میټرک سوي دي .

سرچینه وايي‌ چې په راتلونکو دوو اونیو کې به ولسمشر غنی شاوخوا (۵۰۰) پنځه سوه هغه کسان آزاد کړي‌چې عمرونه یې لوړ یا په ناروغیو اخته دي .

دا به د افغانانو ترمنځ د خبرو د ښه نیت په وجه آزاد کړل شي‌ ، او پر پاتې نورو به په سله سله واره توګه کار کېږي‌.

بل لورته دافغانستان نوی حکومت له یوه نوي‌کړکیچ سره مخامخ شوی چې ښايی  د سولي‌پر پروسه سیوری وغوړي ؛ خو اوس دامریکا متحده ایالات هڅه کوي‌چې دې ستونزي‌ ته هم لار پیدا کړي .

تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خبر ورکړ چې متحده ایالات د یوه خپلواک او یوموټي افغانستان غوښتونکي‌ دي  او د سیاسي توپیرونو د حل لپاره د موازي حکومت یا هر ډول ځواک د کارولو ؛ له هر ډول هڅو سره مخالفت کوي ؛‌ د ټول شموله حکومت غوره کول د سولې لپاره مهم دي. نوموړي‌ دا خبري پر خپله ټویټر پاڼه تېره شپه لیکلې دي .

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په داسي‌ وخت کې دا خبره کوي‌چې ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ د دوهم ځل لپاره د ولسمشري لوړه وکړه او بیا بیا یې د ټول شموله حکومت خبره تکرار کړه ؛‌ خو هم مهاله د افغانستان پخواني اجرایه ریس عبدالله عبدالله هم د یوه ولسي پروګرام پر مهال ځان ولسمشر اعلان کړ.

که څه هم تر اوسه د ښاغلي‌ پمپیو خبري‌ته عبدالله عبدالله غبرګونه نه دی ښودلی ، خو په لویه کې دا موضوع هم امریکا ته سرخوږی جوړولای شي‌.

د ښاغلي‌ پمپیو له دغه پیغام نه دوه ساعته وړاندي د امریکا د متحده ایالاتو پوځ اعلان وکړ چې د سولي‌ د هوکړي د عملي کولو په خاطر یې له افغانستان نه د خپلو سرتېرو وتل پیل کړي دي‌.

دواړه خبري په یوه وخت کې داسي مهال را څرګندېږي چې په کور دننه سیاسیون د عبدالله عبدالله او ولسمشر غني تر منځ د سولي او روغي جوړي په خبرو بوخت دی . د ارګ سرچینو خبریال ډاټ کام ته وویل چې د مارچ میاشتې تر پایه به د سولي مذاکراتي ټیم د خبرو لپاره اعلان شي او هم دا راز به تر هغه وړاندي‌ ولسمشر غني‌ یو ټول شموله حکومت جوړ کړي چې د هر قوم او هري سیمي وګړي به پکښي‌ شامل وي .

که څه هم نن د مارچ پر لسمه له طالبانو سره افغاني خبري‌پیل نشوې خو ښايي حکومت په هم دې تړاو ډېر ژر خپله پالیسي‌اعلان کړي‌.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.