The news is by your side.

اشرف غني‌ عمران خان ته د مبارکي ‌ټلیفون کړی

خبریال وېبپاڼهدافغاسنتان د ولسمشريپرڅوکۍ ناست محمد اشرف غني‌د پآکستان لمړيوزیر ته د اختر مبارکي‌ لپاره ځانګړی تلیفون کړی او د کرونا وایرس په تړاو یې د پاکستان حکومت بریالۍ هڅې ستایلې دي.

د پاکستان حکومت له لوري‌ په خپره شوې خبریپاڼه کې راغلي‌ چې اشرف غني‌عمران خان ته ویلي‌ چې سږ کال اختر په داسي‌ یو وخت کې راغلی چې ټوله نړۍ له کرونا وایرس نه کړیږي‌ او پاکستان هم یو له هم دغو هیوادونو دی.

راغلي‌ دي، چې عمران خان له ولسمشر غني سره په افغانستان کې د کوېډ ۱۹ له امله د مړو شویو کسانو له امله غمرازي وښوده او هیله یې څرګنده کړه چې دغه وایرس به په بریالیتوب سره کنټرول کړای شي.

خبرپاڼه کاږي‌ چې لومړي وزیر عمران خان اشرف غني ته په پاکستان کې د کوېډ ۱۹ پرضد د حکومت د تګلارې په اړه معلومات ورکړل په کومه کې چې د خلکو د ژوند په ژغورلو او اقتصادي رغونې باندې تمرکز شوی.

د پاکستان د حکومت لخوا په دې خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم ویل شويچې دواړو مشرانو د افغان سولې د وروستیو پړاونو په اړه خبرې وکړې.

دپاکستان د حکومت د خبرپاڼې له مخې وزیر اعظم د افغان سولې په بهیر کې د پاکستان د مثبت رول یادونه کړې او د سولې راتګ یې یو اړتیا بللې.

عمران خان همدارنګه هیله څرګنده کړې چې د اوسني حالات به نور هم ښه شي تر څو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې شوی تړون په بشپړه توګه پلی او بین الافغاني مذاکرات ژر تر ژره پیل شي.

د افغان حکومت له لوري‌ ددې راپور تر لیکلو پورې دې راپور ته هیڅ غبرکون نه دی ښودل شوی؛ خو پاکستاني‌ خبریالان وايي چې اشرف غني‌عمران ان ته د کندهار د سپین بولدک ولسوالي د پېښي په تړاو هیڅ هم نه دي ویلي.

که څه هم افغان ولس دا تمه لرله چې د سپین بولدک او چمن تر پېښي وروسته به افغان حکومت ټول پآکستاني دیپلواتان وشړي او پاکستان به دښمن هیواد اعلان کړي؛ خو بیا هم د افغانستان د ولسمشري‌پر څوکۍ ناست اشرف غني‌ عمران خان ته د اختر مبارکي تلیفون کړی او د هغوی په هیواد کې د کرونا وایرس نه د وژل شویو کسانو په تړاو یې غمرازي‌کړې ده .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.