The news is by your side.

دوه چاودنې! ۱۷شهیدان او۲ټپیان

خبریال وېبپاڼهخبریال وېبپاڼې ته رارسېدلي راپورونه وايي چې په دوو پرله پسې بمي چاودنو کې (۱۷) ملکي وګړي شهیدان شوي‌ او دوه نور ټپیان دي .

دواړې چاودنې د کندهار په نا ارامه ولسواليارغستان کې په په شنه نري او تاجاو سیمه کې شوې دي .

لمړۍ چاودنه په شنه نري سیمه کې د ولسي خلکو پر موټر هغه مهال وشوه چې له کندهارښاره خپل کلي ته روان وو. ټول ټال (۹) کسان شهیدان شوي او دوه نور یې ټپیان دي.

دوهمه پېښه په تاجو سیمه کې د ملکي‌ خلکو پر موټر هم مهاله وشوه اویو ټیونس موټر په بمي برید کې لولپه شو، د موټر ټوليسورلۍ چې (۸) کسان وو شهیدان شول .

د کندهار امنیتيچارواکي وايي چې دواړه خښ کړل شويماینونه د طالبانو له لوري‌ځای پر ځای شوي وو.
د افغانستان د ولسمشر ماڼۍ په دغو بریدونو خواشنیي ښودلې ده، طالبانو تر دم ګړیه د چادنو مسئولیت نه دی منلی خو خلک وايي چې وسله وال طالبان په لوی لاس خلک له پاخه سړک نه کوزوي او پر خامه لارو سفرونه پرې کوي .

     

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance