The news is by your side.

طالبانو ته د تاوتریخوالي کمولو مهلت نن پای ته رسېږي

خبریال ډاټ کام/له امریکا سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک کولو لپاره  د طالب اورپکو لخوا د یوې اونۍ اور کم پر مهال دولت طالبانو ته د تاوتریخوالي د تدریجي کمولو او غځېدو مهلت ورکړی ؤ او زیاته کړې یې وه که تاوتریخوالی و نه دروي، د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره به مخ شي. نن جمعه طالبانو ته ورکړل شوی مهلت پای ته رسېږي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې آغلې مروه امیني رسنیو ته ویلي دي چې تر دې مهاله افغان امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې وو او که چېرته طالبان د تاوتریخوالي ګراف ټیټ نه کړي او د ملکيانو په ګډون دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله واړوي، امنیتي او دفاعي ځواکونه به یې په خپل ټول ځواک د ځپلو لپاره یرغلیز عملیات پیل کړي. آغلې مروه امیني زیاتوي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره پوره چمتووالی لري او یوازې د امر په تمه دي.

د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې بېرته پر طالبانو د عملیاتو د پیلولو خبر ورکوي چې د اورکم له اونۍ یوازې یوه ورځ وروسته طالب اورپکو د هېواد په یو شمېر جنوبي او مرکزي ولایتونو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه وکړل او د دوی په ګډون ځینو امنیتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

په ورته وخت کې د ملي امنیت شورا ستر سلاکار حمدالله محب هم د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي تادامچي یاماموتو سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې که طالبان تاوتریخوالی و نه دروي، افغان ځواکونه به ورباندې یرغلیز عملیات پیل کړي. له یاماموتو سره په یاده شوې لیدنه کې د افغان سولې، له طالب اورپکو سره د تاوتریخوالي پر کمېدو او ځینو نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.

د امریکايي پوځ د مرکزي قرارګاه عمومي قومندان جنرال کېنت مک کنزي هم پر طالب وسلوالو غږ کړی چې په خپلو بریدونو کې کمی راولي. نوموړي دغه وینا پرون پنجشنبه د سنا مجلس ته په یوه استماعیه غونډه کې وکړه او زیاته یې کړه چې سولې ته د رسېدو په لړ کې باید طالبان په تاوتریخوالي کې د پام وړ کمی راولي.

عام افغانان او د نظر خاوندان د طالبانو لخوا روان تاوتریخوالی کورنۍ جګړه او د پاکستان د څارګرې ادارې (ISI) لاسپوڅي ګڼي او دا د افغانانو پر وړاندې یو نه بښونکی عمل بولي.

طالبانو تر دې مهاله د افغان حکومت او امریکایي نظامي چارواکي په غبرګون څه نه دي ویلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.