ايا په مريخ کې له يوه نوي کشف څخه خبر ياست؟

خبريال ويبپاڼه- نويو ساينسي څيړنو موندلې چې په مريخ کې اوبه نشته واوره ده. د سياينس پوهانو په وينا ميليونونه کلونه مخکي مريخ له وادرې ډک وو چې د ميليونونو کلونو په تيريدو همدا واوره په يخو اوبوبدلي شوي او همداسې ورو ورو له منځه تللي دي.

د کاناډا ساينس پوهانو موندلي چې له نن څخه په ميلينونه کاله مخکې د مريخ پر مخ سمندر نه وو موجود بلکې په دغې ځمکې ته نيږدې سياره کې واورې شتون درلود چې د ميليونونو کلونو په تيريدو دغه واوره په ډيرو يخو اوبه بدله شوه دغه اوبه ډيرې يخې خو لکن مايع ډوله وي.

دا خو ښکاره ده چې مريخ يوه ډيره خورا وچه او صحرايې سياره ده چې لويې لويې دښتي پکې شتون لري.چې اکسجن او کاربن ډای اکسايد پکې بيخې شتون نه لري.
خو داسې ويل کيږي چې ددغې سيارې په شمالي او جنوبي قطب کې د اوبو ځينې ټاپو ګان شتون لري.
که دا ثاتبته شې چې مريخ واوره شتون لري نو اکسجن باور هم بپاوړی کوي.

مريخ ته تللي ټول ساينس پوهان په دې باور دي چې په مريخ کې ژوند شونی وو، له نن څخه ميليونه کاله مخکي ددغې سيارې د ژوند لپاره مناسبه وه هوا درلوده.په دغه سياره کې سمندر او او اوبو هم شتون درلود چې سم بارانونه او اورښتونه هم پکې کيدل.

خو اوس د کاناډاد وينګور ښار د آف برټيش کولمبيا پوهنتون ساينس پوهانو په يوه تازه څيړنه کې موندلي چې په مريخ کې ميليونونه کاله مخکې اوبو حتمن شتون درلود. خو دغه ساينس پوهان زياتوي چې په دغه سياره کې اوس هم اوبه شتون لري چې په مايع ډول نه بلکې په جامد ډول د واورې په شکل شتون لري.

د ان لاين ريسرچ ژورنال د يوه نوي راپور له مخې ساينس پوهانو د مريخ لوړو ژور کې دا ځل نوي تکنيکونه کارولي. چې ددغو تکنيکنو له مخې موندل شوي چې د مريخ شمال قطب ډيری برخي په واورو پوښل شوي چې آن په حيرانونکي ډول د ددې امکان هم شته چې ځينې نباتات پکې را شنه شي او وده وکړي.

د يادولو وړ ده چې مريخ يوه داسې سياره ده چې د نورو سيارو په پرتله ددغسې سيارې شکل او خواص ځمکې ورته او تر نورو ټولو سيارو ځمکې ته نيږدې سياره ده. او آن ځني څيړونکي يې د انسانانو دوهمه نړۍ هم بولي چې له ځمکې وروسته انسانان کوښښ کوي چې هلته د ژوند څرک ولګوي.
خو ددغو نوو موندنو له مخې په مريخ کې د ژوند کولو هيلـډيري شوي. د اوبو او اکسجن په پيدا کيدو سره په مريخ کې د عادي ژوند کولو امکان شتنون پيدا کړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More