The news is by your side.

اماراتو کې د برېښنا قرار داد له جعلي‌ کمپنۍ سره شوی

خبریال وېبپاڼه په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان لپاره د (۳۰۰۰) میګاواټه سولر برېښنا قرار داد له یوې جعلي ‌کمپنۍ سره لاس لیک شوی دی.‌

دا شرکت د ۲۰۲۰ کال جنوري په ۲۹ په دوبی کې ثبت شوی او د اسنادو له مخې چې ددې راپور تر لیکلو آونلاین دي‌ خورا ډیټ ظرفیت لري ‌او داسي‌ ښکاري چې د هم دغه افغان قرار داد لپاره راجستر شوی وی.‌

داوبو د مدریت په برخه کې جرمني ‌کې د د کتورا محصل محمد عاصم مايار وايي چې ددې کمپنې اسناد ښيي چې دا شرکت د انرژي د تولید توان نه لري او له دوی سره شوی تړون باید په عاجله توګه لغوه شي؛ نوموړی وايي ‌چې دا یوه جعلي‌ کمپنۍ ده او د داسي ملي پروژو قراردادونه دې داسي ‌کمپنیو ته نه ورکول کېږي.‌

په افغانستان کې د ۳ زره میګا واټه لمریزې برښنا د تولید هوکړه د افغان حکومت او د متحده عربي اماراتو د (PAL 4SOLAR energy LLC) نومي شرکت ترمنځ لاسلیک شوه.

دا هوکړه لیک تېره سه شنبه د اماراتي کمپنۍ مشر محمد ظفر، د افغانستان د چارو ادارې عمومي ریاست د پانګونې د اسانتیا واحد مشر عطاالله نصیب او د افغانستان برښنا شرکت مشر احمد داوود نورزي ترمنځ د ویډیو کنفرانس له لارې د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي ښار کې د افغانستان په سفارت کې لاسلیک شو.

برښنا شرکت وایي دغه شرکت به د دې هوکړې له مخې په ټول هېواد کې د لمریزې برښنا د تولید په برخه کې پانګونه کوي.

تر اوسه ددې پانګونې د کچې، ځای او څرنګوالي په اړه زیات معلومات نه دي ورکړل شوي. او نه هم افغان حکومت د هغې کمپنۍ په اړه زیات معلومات خپاره کړي چې دوی ورسره قرار داد کړی دی.

د خبریال وېبپاڼې ادارې هڅه وکړه چې د په دوبۍ کې د تازه راجستر شوې کمپنۍ له مشرتابه سره ددغې کمپنۍ پر ظرفیت خبرې وکړي؛ خو موږ ونه توانېدو.

د سولر انرژي دا شرکت چې دوبۍ کې د روان کال د جنوري پر ۲۹ نېټه جوړ شوی زموږ د معلوماتو له مخې تر اوسه یې هیڅ فعالیت نه دی کړی، ځکه د شرکت له جوړېدو سره هم مهاله د کرونا وبا له کبله د نړۍ د ټولو هیوادونو په څېر عرب امارات هم قرنتین شول او دادی اوس دغه شرکت له افغانستان غوندي دربدره هیواد سره قرار داد وکړ.‌

افغانستان د کورونو د روښانولو او اقتصادي چارو لپاره ټولټال ۳۰۰۰ میګاواټه برښنا ته اړتیا لري. چې د کارپوهانو په وینا په هیڅ صورت کې دا جعلي‌ شرکت نشي‌پوره کولای.

داوبو د مدریت په برخه کې جرمني ‌کې د د کتورا محصل محمد عاصم مايار وايي: «دا چې بنسټيزې پروژې وروسته پاتې دي. اوس حکومتي چارواکي غواړي د ځینو عاجلو اقداماتو په ترسره کولو، ځان ته لاسته راوړنې ومومي. همدارنګه ولسمشر ته نېږدې ځينې کسان هم دا ډول کارونه ترسره کوي تر څو ولسمشر ته ځان فعال وښيي. خو دا باید هېر نشي چې اساسي او زېربنایي کارونه په دا ډول کړنو نه ترسره کېږي»

افغان حکومت ته په کار دې چې ژر ترژره دا پروژه لغوه او له یوه وړ شرکت سره د همدغې پروژې قرار داد وکړي، د هیواد خواخوږي‌ټبر ته په کار دي‌ چې دا موضوع لا نوره را وسپړي.‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.