The news is by your side.

خدای پېژندنه فطري ده که اکتسابي؟

 

خبريال ويبپاڼه- له هر څه مخکې باید د فطري او اکتسابي کلمو په مانا ځان پوه کړو.
فطري: په قران او احادیثو کې د یو شي طبیعي، اصلي او بې ساري تخلیق ته فطري وايي.
هر هغه کمال یا وړتیا/استعداد، چې د انسان له پیدایښت سره سم د هغه په وجود کې نغښتی وي، دې ته فطري یا خدایي وړتیا وايي. د مثال په توګه: شاعري، انځورګري او… ځينې مهارتونه دي چې له استاد او زده کړې پرته یې يو څوک په ښه ډول ترسره کولی شي.
اکتسابي: هغې پوهې ته وايي، چې یو څوک یې له استاد یا بل چا څخه د هڅې او کوښښ په پایله کې زده کوي؛ د بېلګې په ډول: املأ، انشأ، موټر چلول، الوتکه چلول او… .
مخکې له دې، چې اصلي موضوع ته راشم؛ غواړم چې د عقل په اړه هم څو لنډې خبرې وکړم، چې آیا عقل فطري ده که اکتسابي؟
هو، عقل یوه فطري او الهي ورکړه ده، چې دا هم د انسان او حیوان له پیدایښت سره سم د دوی په وجود کې نغښتی وي.
عقل نه په پیسو خرڅېږي، نه له بل چا څخه قرض اخیستل کېږي او نه هم د ډاکټر له خوا چاته زرق کیږي؛ بلکې دا هم د الله ﷻ لخوا خپل مخلوق ته ورکړل شوی ده؛ خو عقل په لومړیو کې کم وي او کرار کرار د بدن له رشد او نمو سره عقل هم رشد او نمو کوي.
لومړی، چې انسان پیدا شي نو يواځې ژړا یې زده وي. چې کله وږی شي ژاړي، که کوم ځای یې درد وکړي ژاړي او… خو کله چې لږ رالوی شي نو کرار کرار خبرې زده کوي او بیا چې هر څه غواړي د ژړا پرځای یې د خبرو له لارې غواړي، چې دا هر څه له لومړۍ ورځې الله ﷻ د ده په وجود کې نغښتي وي.
همداراز، کله چې له هګۍ څخه چرګوړی راووځي، نو په لاره تګ کوي او په خپله وړه مښوکه یوه یوه دانه ټولوي، چې دا هر څه په عقل پورې اړه لري او د الله ﷻ لخوا خپل مخلوق ته ورکړل شوی ده.
داسې ډېر نور مثالونه هم شته؛ خو همدومره به کافي وي.
اوس اصلي موضوع ته راځو، چې آیا خدای پېژندنه فطري ده که اکتسابي؟
انسان، چې لومړی له مور څخه وزېږي، نو فطرت یې مسلمان وي؛ ځکه هر انسان له بلوغ څخه مخکې هم په دې پوهېږي، چې زموږ خالق خو یو څوک ده او داسې یو څوک شته، چې دا ټوله نړۍ یې پیدا کړې ده.خو دا، چې وروسته یې د مور او پلار له خوا د هر دین زده کړه ورکړل شي، بیا نو د هماغه دین پیروي کوي. په دې اړه الله ﷻ په قرآنکریم کې فرمایلي دي:
فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا ۚ فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِى فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا ۚ لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ۚ ذٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ. (الروم: ۳۰)
ژباړه: نو [اې پېغمبره (ص) د خپلو پيروانو سره دې] په يو لوري کېدو خپل مخ د دغه دين خوا ته برقرار وساته. پر هغه فطرت ټینګ شه چي پر هغه باندي الله تعالى انسانان پيدا کړي دي. د الله جوړ کړی فطري دين نشي بدلېداى، همدغه بيخي سم صحيح دين دى، خو زياتره خلك نه پوهیږي.
له پورتني آیت څخه دا څرګندېږي، چې د اسلام دين او د الله ﷻ پېژندنه د انسان له پیدایښت سره سم د هغه په وجود کې شتون لري او په دې باور او عقیده لري، چې داسې یو ذات شته، چې موږ یې خلق کړي يو.
همداراز نبي کریم ﷺ په یو حدیث شریف کې فرمایلي دي:
كُلّ موْلودٍ يُولدُ على الفِطرَة فأبواه يُهَوِّدانه أو يُنصِّرانه أو يُمجسّانه
ژباړه: هر انسان، چې نوی دنیا ته راځي، نو په فطرت کې یې د اسلام دین وي او دا مور او پلار دي، چې هغوی (خپل اولادونه) یهودي، نصراني یا مجوسي کوي او د اسلام له دین څخه یې منحرف کوي.
په پای کې دې پایلې ته رسېږو، چې د خدای پېژندنه فطري ده او د هر انسان په وجود کې وي؛ خو دغه فطرت د ځینو قوي وي او د ځينو کمزوری.
د هغو چې فطرت قوي وي؛ نو د ژوند تر وروستۍ ورځې پورې په خدای ﷻ باندې پوره ایمان او یقین لري او د هغو چې فطرت کمزوری وي؛ نو تر هغو پورې چې په ښه او بد پوهېږي (د بلوغ مرحلې ته رسېږي) د خدای په شتون باندې عقیده لري، خو کله، چې د بلوغ مرحلې ته ورسېږي نو د ده کمزوری فطرت همدا انسان له خپلې عقیدې اړوي او ګمراه کېږي.

ليکوال: محمد ياسين سعادت

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.