The news is by your side.

د سولې دوښمنان څوک دي؟

سوله د بشریت غوښتنه، الهي امر او انساني فرهنګ دی خو، تقریبا نیمه پیړۍ کیږي چې افغانان ترې بې برخې دي. د افغان سولې پر وړاندې داخلي، سمیز او نړیوال خنډونه شتون لري چې، په هر یوه یې جدا بحث کوو.

داخلي خنډونه :

افغان سوله د ټولو افغانانو غوښتنه نه ده. د جګړې په دواړو خواوو کې د سولې مخالفین شته چې، له روانې جګړې ګټه اخلي او په دې وضعیت کې یې موخې خوندي دي.

د هیواد په داخل کې د واک انحصارګر د خپل واک د بقا او د مخدره توکو سوداګر د خپلو ګټو لپاره؛ د سولې مخالف او د روان ضعیت د دوام غوښتونکي دي. عام ولس ځکه سوله غواړي چې د جګړې قرباني دی.

سمیز خنډونه:

په افغان سوله او جګړه کې د سیمې هیوادونه هم خپلې ګټې لري، د تر لاسه کولو او ساتلو لپاره یې هر ډول مداخلې کوي. د افغان سولې تر ټولو ډیر مخالفت پاکستان ځکه کوي چې، افغان بازارونه د دوی د بې کیفیت تولیداتو او توکو لپاره یو خه مصرفي مارکت ده. د افغانستان له روانو اوبو وړیا او بې بدیله استفاده هغه څه دي چې، په سولیز افغانستان کې یې دوی له لاسه ور کوي.

ایران هم د افغانستان له روانو اوبو وړیا استفاده کوي او په افغانستان کې د روان وضعیت دوام ځکه غواړي چې؛ د کلتوري یرغل ترڅنګ په سرحدي سیمو کې افغان خاوره لاندې کړي.

ځینې نور هیوادونه بیا له دې وېرې چې په افغانستان کې روانه تروریستي جګړه یې هیواد و نه ګواښي؛ په افغانستان کې د سولې مخالف او د همدې ناروا جګړي دوام غواړي.

نړیوال خنډونه:

د افغانستان ستراتیژیک موقعیت هم د سولې لپاره یو نړیوال خنډ ده. د نړۍ ستر هیوادونه غواړ چې؛ په دغه ستراتیژیک موقعیت (افغانستان) مستقیم یا غیر مستقیم ډول حاکمیت ولري.د دغه حاکمیت له امله افغانستان د نړۍ د زبرځواکونو د جنګ ډګر ګرزېدلی.

امریکا د خپلو نړیوالو نظامي او اقتصادي سیالانو( روسې او چین ) د څارولو لپاره؛ دلته حاکمیت او دایمي شتون غواړي. روسیه بیا له امریکا سره د تقابل او په نړیوال سټیج د دغه هیواد د ماتې او بدنامۍ لپاره دلته د جګړې دوام غواړي.

د عربستان او ایران، اسرایل او ایران او د هند او پاکستان له مخالفتو هم افغان سوله او جګړه اغیزمنه ده. د ځینو اروپايي هیوادونو په شمول انګلستان او د مخدره توکو نړیوال پانګوال؛ هم دلته د خپلو ګټو په خاطر د سولې پر ځای جګړې ته لومړيتوب ورکوي.

حل لار او نتیجه ګیري:

افغان سوله همیشه په کور دننه خپله افغانانو سبوتاژ کړې. د شخصي ګټو او واک لپاره، یا پخپله او یا یې د نورو په لارښوونه دا کار کړی. له شک پرته چې دلته جګړه د بهرنیو په غوښتنه او پردیو موخو لپاره روانه ده خو؛ د جکړې وسیله افغانان وه او دي. نو سوله هم له افغانانو او له داخله پیلیږي.

د سولې لپاره لومړی اقدام د افغان دولت او طالبانو ترمنځ اور بند او په یو داسې تفاهم هوکړه کول چې؛ د افغانانو ټول ارزښتونه پکې خوندي وي. او بیاد دایمي سولې لپاره ټول افغانان، ولس، سیاسون او احذاب باید یو ریښتینی، متحد، خلکو او هیواد ته ژمن ملي صف جوړ کړي، له شخصي ګټو او عقدو تیر شي او یو بل و مني.

د سمیزو او نړیوالو مداخلو تر څنګ په استخباراتي او تروریستي جګړه کې را ګیر هیواد ته سوله را وستل؛ ستونزمن کار ده. یوازینۍ لاره چې افغان سوله ممکنوي، د یاد ملي صف جوړول دي. له دې جګړې وتل او سولې ته رسیدل یوازې په تدبیر او اتحاد شونې ده.

 

لیکنه: حامد مروت

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.