د نړۍ تر ټولو ګران بيه(۱۵ لکه ډالره) ماسک چا واخيست؟
د چين هيواد په پلازمينې شنګهای کې کې يوه چيني ميليونر له يوې کمپنۍ څخه د يوه داسې ماسک د اخيستلو غوښتنه کړي چې ۱۵ لکه(۱۵ سوه زره) ډالر قميت لري.
چې په دغه ماسک ۳ زره او ۶۰۷ ډوله تارونه کار شوي او ۹۹ ډوله فيلترونه لري چې تر ټولو ګران بيه او قميتي ماسک بلل شوی دی.
د چين د ځينو رسنيو د راپورنو په اساس يوه چيني سوداګر له يوې اسرايلۍ د سروزو له کمپنۍ څخه د کرونا(کويډ۱۹)څخه د ځان ساتنې په موخه داسې قيمتي او ګران بيه ماسک اخيستی چې ۱۵ لکه ډالره ارزښت لري. چې دغه ماسک د سروزرو(طلا) له ۱۸ قيراط څخه به جوړيږې.
د چين په يروشلم شار کې د اسرايلي کمپنۍ وياند( شيرون کارونې) رسنيو ته تاييد کړي او ويلي يې دي چې دغه ماسک له ۳ زره او ۶۰۷ ډوله تارونو څخه جوړ دی چې ۹۹ ډوله فلترونه چې د کرونا د مخنوي لپاره يوه غوره او تر ټولو بشپړ ماسک دی.
ښاغلي شيرون په خپلو خبرو کې وويل چې ددې ماسک ثابت قيمت يو نيم ميليون يا ۱۵ لکه ډالره دی. چې په يقني ډول د دنيا تر ټولو ګران بيه ماسک دی.
په امريکا کې ميشت دغه چيني سوداګر د سرو زرو د ماسک جوړولو دغې کمپنۍ ته ۳ شراطونه هم وړاندي کړي دي.
چې لومړی هغه يې دغه ماسک بايد د امريکا د کلتور سره برابر جوړ شي.
دوهم شرط يې دا دی چې د ډيسمبر تر ۳۱ پورې بايد تيار او بشپړ شي.
او دريم هغه چې دا ماسک به د نړۍ تر ټولو ګران بيه ناسک وي.
د سرو زرو ددغې کمپنې د ډيزاينر اسحاق ليوی نې په وينا ددغه ماسک د تيارولو لپاره يې ۲۵ تنه ماهر او تکړه کاګران ګمارلي چې څو شيفټونو کې کار کوي. چې تر څو د ډيسمبر تر ۳۱ پورې تيار شي.
په نړۍ کې د ماسکونه بازار له هغه ورړسته ګرم شو چې د کرونا يا کويډ ۱۹ له چين هيواد څخه نورې ته سرايت وکړو اود او ټولې نړۍ ته په ډير چټکۍ سره ورسيد. چې په ټوله نړۍ په دغه وايروس په ميلينو کسان ککړ او په لکهاوو خلک د مرګ تر بريده ورسيدل.
د کرونا دې خطر ناګ سرايت د نړۍ هيوادونه اړکړل چې سخت کرنتيتونه وضع او کرځ بنديز ولګوي.
کرونا نه يوازي دا چې په سوونو زره انسان يې مړه او شديد ناروغ کړل بلکي سخت اقتصادي تاوانونه یې هم ورسول.
حتا نړيوال اقتصادي ځوړ (رکود) رامنځته شو او سازمانو د يوه نړيوال بحران خبرونه وکړل.
خو خوشبختانه اوس د نړۍ په ډيرو هيوادونو کې مخ په ځوړ ده او د ورکيدو اوازې يې دي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.