The news is by your side.

څورلسم اګست توره ورځ‌ !

خبریال وېبپاڼه – د اګست میاشت چې د پآکستان د ازادي میاشت بلله کېږي؛ د پښتنو په تاریخ کې یوه له تورو میاشتو هم ثبت شوې ده .

وروسته له هغه چې پاکستان منځ ته راغلو د همدغه هیواد جابر پوځ یو کال یعني په (۱۹۴۸) کې د خیبر پښتونخوا په باړه سیمه کې پر بې وسلو پښتنو برید وکړ او د سپین ملنګ په مشري یې د پښتنو د حقوقو د ملاتړ ډله داسي تار او نار کړه چې اوس هم دولسم اګست په پښتونخوا او نړۍ کې ډېری باشعوره افغانان د توري ورځط په نوم لمانځي.

د پښتنو د قتل عام سلسله د همدغه ۱۹۴۸ کال د اګست له ۱۲ نېټې د پاکستان جابر ریاست را پیل کړه او دا سلسله تر اوسه هم روانه ده.

د بابړې په پېښه کې خو هغه مهال سپین ملنګ شهید شو، خو د سپین ملنګ شو ژوندی پاتې شو؛ که څه هم د پاکستان جابر ریاست د مظلومو پښتنو نه د خپلو کارتوسو تاوان هم وغوښت خو د هغوی توی شوې وینې ورته هیڅ قیمت نه لاره.

بابړه د پښونخوا چارسده کې د یوې سیمۍ نوم دی خو د پنجابي استعمار یوې ناوړې پیښې یا ناورین له عمله په ټولو پښتنو کې د کربلا د پیښې په شان د پښتنو کربلا بلله کېږي‌‌.‌

دا پیښه هغه وخت رامنځ  ته شوه چې کله د فخر افغان باچاخان خدائ خدمتګار تحریک د یوې احتجاجی غونډې تابیا کړې وه او په دغه وخت د پاکستان عمر د یو ماشوم په شان ایله لس میاشتې وو او په پښتونخوا کې د قیوم خان حکومت وو.

قیوم خان هم پخپله اول خدای خدمتګار وو جې د ګولډ اینډ ګن کتاب یې هم لیکلئ وو خو په نړۍ کې به دا لمړنی کتاب وی چې د لیکوال له لوري بخپله بندیز پر لګېدلی دی.‌

کله چې قیوم خان پرنګیانو ته د ملګرتیا لاس ورکړو او د باچاخان مګرتیا یې پریښوده پر خپل کتاب یې بندیز ولګاوه.

ځايي اوسېدونکي‌وايي چې کله احتجیاج پیل شو د د جلوس مشري‌سپین ملنګ کوله چې د خدايي خدمتګار فعال غړی وو او د پرنګي پلویانو لمړنی برید پر هم دغه سپین ملنګ وکړ او هغه یې په ګولیو غلبیل کړ.‌
په لاریون داسې ناتار وشو چې پښتون تاریخ کې به دومره ظلم ډیر کم شوئ وي.

سپین ږېري کیسه کاچې که برید پیل شو د کلیو او کورونو مېرمنو قرانونه پر سر د پرنګي پلویانو ته را ووتې او د ډزبندیز غوښتنه یې کوله خو پنجابي‌استعمار له ډزو لاس وانه خیست؛ تقریبآ (۶۰۰) کسان یې شهیدان کړل او تر (۱۸۰۰) زیات یې زخمیان کړل.‌

د پاکستاني ‌پوځ د ناروا ظلم داستان هغه مهال له پښتنو او افغانانو سره پیل شو او تر نن ورځې یې دوام موندلی دی.‌

اوس باشعوره پښتانه (۱۲) (۱۳) او (۱۴) اګست ټولي ‌توري‌ ورځې بولي؛ په ۱۲ اګست ۱۹۴۸ یې پښتانه شهیدان کړل، په ۱۳ اګست یې د ټپیانو د مرمیو تاوان وغوښت او ۱۴ اګست د پښتنو د دښمن پاکستان د ازادي ورځ بلل کېږي .

اوس په پښتنو کې د پخوا په اندازه شعور سر ټوکولی؛ خو بیا هم په دغه قام کې ځیني د پنجابیانو غلامان شتون لري‌ چې تر پنجابي زیات هم دغو غلامانو پښتنو ته ډېر زیان اړولی دی.

لیکوال: عزت الله پښتون 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.