غني په انتهايي احتیاط د پاکستان نوم واخیست
خبریال وېبپاڼه – دافغانستان ولسمشر اشرف غني وايي چې پاکستان دې له ځانه وپوښتي چې په افغانستان کې څه ډول حکومت د دوی په ګټه دی؟
نوموړي دا خبرې د پانج شنبې په ورځ د ټیلي کنفرانس له لارې د امریکا د بهرنیو اړیکو د شورا په نوښت یو جوړ شوي آنلاین بحث کې وکړې او زیاته یې کړه چې یو با ثباته افغانستان به د پاکستان په ګټه وي او که افغانستان کې حالات خراب شي، نو زیات بد اثرات به یې پر پاکستان راشي.
له اوږده ځنډه وروسته په لمړي ځل محمد اشرف غني د پاکستان نوم واخیست خو په خبرو کې له انتهايي احتیاط نه کار اخیست .
ښاغلي غني زیاته کړه:” پاکستان هغه ملک دی چې که خدای مکړه په افغانستان کې حالات خراب شي، نو تر ټولو نورو ملکونو به یې بداثر په پاکستان راشي.“
ولسمشر غني په ډېر احتیاط د پاکستان په تړاو په دغه کانفرانس کې غږېدلی او په آنلاین بحث کې چې د افغانستان دپاره د امریکا پخوانی سفیر جېمز کنېنګهم یې کوربه و، دا هم وویل چې پاکستان او افغانستان دواړه د غریبۍ له ستونزې سره مخ دي او باید دې ټکي ته هم پام وشي. هغه وویل:
“لکه څنګه چې وزیراعظم عمران خان او ما دواړو د یوې اصلي ستونزې په توګه د غریبۍ په له منځه وړلو ترکیز کړی دی، مونږ به د دې کار ترسره کولو دپاره څه ډول کاري چوکاټ ته ضرورت ولرو؟ البته د کرونا وبا، د اقتصاد کمزوره کېدل، او نورو مسایلو ته په پام سره.”
پر ولسمشر غني په په دې وروستیو کې دا نیوکې زیاتې شوي چې په افغانستان کې د پآکستان د بربنډې مداخلې؛ پر ډیورنډ کرښه د پاکستان له لوري د اغزن تارو د غځولو؛ په کنړ ، ننګرهار او پر ډیورنډ نرو سیمو کې د پاکستان له لوري د آزاد افغانستان پر خاورې د قبضې او په سپین بولد او چمن کې د پاکستان د بربریت په تړاو پټه خوله دی.
خلک وايي چې په لمړۍ دوره کې اشرف غنيد پاکستان په تړاو څه ناڅه خپل دریځ څرګنداوه خو په دوهمه دوره حکومت کې په مکمل ډول ګونګی دی او د پاکستان په تړاو هیڅ هم نه وايي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.