The news is by your side.

باجوه سعودي عربستان ته په ننواتو ځي

خبریال وېب پاڼه/ د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د راتلونک اوونۍ په وروستیو ورځو کې عربستان ته د ننواتو لپاره ځي.

په داسې حال کې چې د پاکستان او سعودي عربستان حکومتونو سیاسي اړیکې په دې وروستیو کې تر بل هر وخت ډېر ترینګلې شوي دي.

د ریوټرز خبري اژانس د راپور پر اساس د جاوېد باجوه موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د تاوتریخوالي را کمول دي.

د پاکستان د پوځ مشر غواړي سعودي ته ننواتې وکړي، چې له دوی سره یې سیاسي اړیکې را جوړې شي شياو د کشمیر په مسله کې ورسره همکاري وکړي.

د پاکستان حکومت له سعودي عربستان غوښتي وو چې د کشمیر په لانجمنه مسله کې دې د پاکستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان غونډه را وبلي، چې دا غوښتنه یې د سعودي عربستان له لوري رد شوې وه او پاکستان ویلي وو چې د سعودي عربستان په مشرۍ د اسلامي همکاریو سازمان د کشمیر د ستونزې د حل وړتیا نه لري. چې له امله یې سعودي عربستان پر پاکستان غوسه شو او د دواړو هېوادونو اړیکې سړې شوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان د نه منلو په غبرګون کې ویلي، که د کشمیر په مسله کې یې سعودي عربستان ملاتړ کوي که نه، خو وخت راغلی چې خپله لاس په کار شو، که د اسلامي همکاریو سازمان هېوادونه غونډه نه رابلي نو موږ به پرېکړه نیسو چې د دې سازمان د غړي په توګه پاتې شو که نه.

دا په داسې حال کې ده، چې سعودي عربستان له پاکستان یو بیلیون ډالر خپل پور هم بېرته اخیستی او د نورو د پورونو بېرته اخیستلو یاده یې هم کړې او د تېلو او نورو بېلابېلو برخو کې یې ورسره د همکارۍ بندولو خبرداری هم ورکړی.

د پاکستان او سعودي عربستان اړیکې او همکارۍ سره خرابې شوي او عربستان اوس نه غواړي پاکستان سره په کومه برخه کې همکار پاتې شي، خو د پاکستان حکومت هڅه کوي چې د عربستان سره خرابې شوې اړیکې بېرته را ورغوي او دې لپاره یې یو شمېر هېوادونه هم واسطه کړي دي چې سعودي ته د دوی لپاره واسطه شي څو اړیکې ورسره را نرمې کړي. تر ترڅو بیا د عربستان په مرستو مزې وکړي خو سعودي عربستان ورو ورو خپلې اړیکې له پاکستان شکوي.

پاکستان اوس مهال په نړۍ کې له ستر اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان دی، په کور دننه یې د پیسو ارزښت هم ټیټ شو او په سیمه او نړۍ کې هم له انزوا سره مخ شوی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.