The news is by your side.

د سپین بولدک لار د ټرانزېټ پر مخ خلاصه شوه

خبریال وېب پاڼه/ د کندهار سرحدي ځواکونو کمیسار وایي، د افغان سواګرو د صادراتو، وارداتو او ټرانزېټ پر مخ د سپین بولدک سوداګریزه لار پرانیستل شوه.

د سرحدي ځواکونو کمیسار شریف الله غرزی وایي، پرون دواړو لوریو پرېکړه کړې، چې د صادراتو، وارداتو او ټرانزېټ لپاره سپین بولدک پرانیزي.

ښاغلی غرزی وایي، له تېرې ورځې را وړاندې پر دې لار له سوداګریزو توکو بار لسګونو موټرونو تګ را تګ کړی او په اوونۍ کې به یوه ورځ د خلکو د پلي تګ را تګ پر مخ خلاصه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان سږ کال د سپین بولدک سوداګریزې لارې په تړلو سره د کندهار انګور سخت خراب کړل.

د سپین بولدک – چمن لارې تړل کېدو له امله په کندهار کې د انګورو حاصلات په باغونو کې پاتې دي.

سږ کال د کندهار د انګورو په حاصلاتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی، خو د تړلو لارو له امله دغه تازه مېوه په باغونو کې د ورستېدو له ګواښ سره مخ ده.

د سوداګرۍ خونې مسؤولین پاکستان د افغان تازه مېوو لپاره تر ټولو لوی مارکېټ ګڼي او له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د ډیپلوماټيکو هڅو په مټ دې د لارې خلاصولو لپاره هڅې وکړي.

له تېرو دريو مياشتو راهیسې د کرونا ويروس د مخنيوي په خاطر د سپين بولدک- چمن لاره د هر ډول صادراتو پر مخ تړلې ده، چې له امله یې باغ لرونکې او د تازه مېوو سوداګر هم زیانمن شوي دي.

باغ لرونکې وايي، سږ کال يې د لارې د بندېدو له امله د انګورو حاصلات د هېڅ کوم هيواد ته نه دي صادر شوي او مارکېټونو ته وړاندې شوي دي.

باغ لرونکې وايي، په تېرو کلونو کې به د کال په همدې وخت کې د انګورو د حاصلاتو نیمه برخه له هېواده ليږل شوې وه، خو روان کال کې له پاکستان سره د لارې د بندېدو له امله دغه حاصلات تر اوسه په باغونو کې دي او د ورستېدو له ګواښ سره مخامخ دي، چې په دې پاکستان سږ کال د کندهار انګور سخت خراب کړل.

د دې ولايت د سوداګرۍ خونې مشر وايي، تړلو لارو له يوې خوا کروند ګر او باغ لرونکي زيانمن کړي دي او له بلي خوا سوداګر هم سوداګري نه شي کولاى، چې له دې سره نه يوازې خصوصي برخې ته زيان اوښتی؛ بلکې د سوداګرو زيان د هېواد پر اقتصاد هم منفي اغېز کړی.

دوى له حکومت څخه غواړي، چې له پاکستان سره د سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره دې د لارې خلاصولو لپاره خبرې وکړي.

په ورته وخت کې د کندهار د کرنې ریيس وايي، له تېرو دريو کلونو څخه يې د انګورو باغ لرونکو لپاره ګڼې پروژې پلي کړي دي، چې په مټ یې سږ کال د انګورو په حاصلاتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی.

د تازه مېوو سوداګر پاکستان د افغان تازه مېوو لپاره تر ټولو ښه او لوی مارکېټ ګڼي، خو دغه هېواد هر کال د تازه مېوو د حاصلاتو پر مهال په بېلابېلو پلمو د سپین بولدک – چمن او تورخم لارې په اوونیو اوونیو تړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance