The news is by your side.

امریکا غواړي د طالبانو مالي پلار خوشې کړي

خبریال وېب پاڼه/ ټایم مجله راپور ورکوي، چې تېره جولای میاشت کې قطر کې د طالبانو د دفتر مرستیال ملا عبدالغني برادر د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره د طالبانو د لوی مالي ملاتړ او د نشه یي توکو د ستر قاچاقبر بشیر نورزي د خوشې کولو په تړاو خبرې کړي دي.

طالبان هڅه کوي چې د دوی مالي پلار او د نشه یي توکو ستر قاچاقبر او د دې ډلې مهم غړی بشیر نورزی خوشې شي، امریکا د طالبانو په غوښتنه غواړي دا لوی مجرم بشیر نورزی ور خوشې کړي.

د ټایم مجلې د راپور پر اساس ملا برادر له پمپیو غوښتي چې د بشیر نورزي په ګډون د دوی نور طالبان هم د ګوانتنامو له زندان ازاد کړي.

حاجي بشیر نورزی چې افغانستان کې د طالبانو په مالي پلار مشهور دی، په ٢٠٠٥ ز کال کې له عربي اماراتو نه نیویارک ته له امریکایي چارواکو سره د خبرو په موخه نیویارک ته تللی، چې بیا د امریکا له لوري ونیول شو.

پر حاجي بشیر نورزي د نیویارک فډرال محمکې پر عمري بند محکوم کړ، یو شمېر سرچینې وایي، چې امریکا د افغان سولې د پرمختګ او ملاتړ په پار غواړي د طالبانو دا مهم غړی هم ور خوشې کړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د دې اقدام په اړه څه نه دي ویلي.

خو قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د ملا برادر او مایک پمپیو لیدنه او د حاجي بشیر نورزي د خوشې کولو خبره تأییدوي، بل لور ویل کیږي چې امریکا د طالبانو او زلمي خلیلزاد په غوښتنه د دوی بل مهم غړی او د نشه یي توکو ستر قاچاقبر حاجي جمعه خان له بنده آزاد شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سوې لپاره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د طالبانو٤٠٠ درانه مجرمین چې ان د اعدام سزا پرې اورول شوې وه، د طالبانو په شرط د افغان حکومت له بنده ازاد شول او اوس طالبان له امریکا هم غواړي چې د دوی ستر مجرمین او بندیان د ګوانتنامو له زندان ازاد کړي.

په ورته مهال د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره د اګسټ میاشتې ١٦مه نېټه ټاکل شوې او د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي ویزې او د کرونا ناروغۍ ټېسټونه هم شوي او نن قطر ته د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په موخه روانیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance