د زابل ولایتي روغتون فساد او د ناروغانو فریاد

خبریال وېب پاڼه/ د زابل ولایتي روغتون کې د درملو د نه شتوالي له امله ناروغان د مرګ تر کومي رسېدلي.

د زابل ولایت اوسېدونکي شکایت کوي، چې د ولایتي روغتون ډاکټران یې ناروغانو ته نسخې لیکي او دوا پرې له بل ځایه اخلي.

ناروغان د ډاکټرانو له نا سم وضعیت هم کړیږي، د ناروغانو پایوازي وایي، ډاکټران ناروغانو ته پر وخت نه راځي او ان عاجل ناروغان د څو ساعتونه لپاره پر بستر له خپلو تکلیفونو کړیږي خو ډاکټران نازونه کوي او پر وخت د ناروغانو کتنه نه کوي.

د زابل ولایتي روغتون ډاکټران او نرسان هم له ناروغانو سره سم چلند نه کوي او نه ناروغانو ته پر وخت مراجعه کوي.

ګلالۍ چې خپله ناروغه ترور او خور یې د زابل ولایتي روغتون ته د درملنې په موخه راوړې وې، خبریال وېب پاڼې ته وویل، د څو ساعتونو راهیسې مې ترور روغتون ته راوړې وه، خو هېڅ ډاکټر یې د ناروغۍ لیدنې لپاره نه راتلو، دلته ټولو ناروغانو ته ډاکټران له څو ساعتونو وروسته راځي که ډېر عاجل ناروغان هم وي، یوازې د څو پېچکاریو او سېرمونو نسخه ورته ولیکي او بیا دوه درې ساعتونه ورک وي، د ټولو ناروغانو سره همداسې چلند کیږي.

آغلې ګلالۍ وایي، په کور او روغتون کې د ناروغانو توپیر نه کیږي، روغتون کې هم ناروغان په هماغه حالت پراته وي لکه څنګه چې له کوره ورته راغلي وي، له هغې هم په ډېر بد وضعیت کې وي. او له لېرې سیمو راغلي ناروغان بیا په ساعتونو ساعتونو له تکلیف کړیږي، خو ډاکټرانو ته هېڅ توپیر نه لري، چې ناروغ مري که رغیږي.

د زابل ولایتي روغتون ته له لېرې پرتو کلیو ډېر داسې ناروغان هم راځي، چې د لارې د تګ راتګ خرڅ نه لري، خو روغتون کې د روغتیایي توکو او درملو د نشتوالي له امله اړ دي چې درمل له نورو درملتونونو په لوړه بیه واخلي.

د زابل په ولایتي روغتون کې ان د ناروغانو لپاره پېچکارۍ او عادي د سر درد ګولۍ هم نه پیدا کیږي، په داسې حال کې چې حکومت زابل ولایتي ادارې ته د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې ځانګړې بودجه او روغتیایي توکي هم ورکړي دي.

په زابل ولایت کې خبریالان هم د زابل د روغتیایي او ولایتي چارواکو څخه تر پوزې راغلي.

د زابل خبریالان په ډاډه زړه د زابل د روغتیا په برخه کې د فساد نه پرده نه شي اوچتولی او نه هم په خواله رسنیو کې د زابل د اداري فساد پر وړاندې څه ویلی شي، ځکه بیا د زابل د ولایتي چارواکو له لوري ګواښل کیږي، وهل کیږي او نیول کیږي.

د زابل ټولې ادارې همداسې له فساد ډکې دي ان د پراختیایي او بیارغونې پروژې هم په کې نه پلي کیږي او بودجه یې ټوله د چارواکو تر منځ حیف او میل کیږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More