The news is by your side.

قطر ته د تلونکي افغان پلاوي وېزې او کرونا ټیسټونه وشول

خبریال وېبپاڼه – د افغانستان د حکومت له لوري‌ له طالبانو سره د افغان حکومت د  مذاکراتي ټیم ټولو غړو د قطر هیواد وېزې ترلاسه کړې او د کرونا وایرس لپاره یې ټیسټونه وشول .

د ارګ سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې پلاوی به د یوې چارټر الوتکې په وسیله قطر ته روان شي‌.

سرچینه وايي‌چې د مذا کراتو دا لړۍ به تر ډېره بریده له رسنیو پټه وي او لمړنۍ غونډه کې به د څارونکو په توګه د قطر هیواد استازي ‌شامل وي .‌

ه قطر کې د افغانانو خپلمنځي خبرې د پیلیدو په درشل کې دي؛ خو د دغو خبرو رسنیز پوښښ د محدودولو هڅو د افغان خبریالانو او مدافع بنسټونو اندېښنې را پارولي دي.

ویل کیږي افغان خبریالان، چې د پوښښ لپاره قطر ته د تلو هوډ لري؛ دغه هېواد ویزه نه ورکوي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړي عین الدین بهادري ویلي، چې په قطر کې د افغانانو په خپلمنځي خبرو کې د افغان خبریالانو ګډون باید اساسي شرط وي، چې وکولی شي د خبرو جزئیات خلکو ته وړاندې کړي.

خبریالانو ویلي؛ افغان طالبانو او امریکايي پلاوي هم په قطر کې شاوخوا یو کال د تړلیو دروازو تر شا خبرې وکړې او خبریالانو په ډېره سختۍ له دغو غونډو معلومات تر لاسه کول.

عام افغانان هم په دې باور دي، چې باید د افغانانو له خپلمنځي خبرو څخه باخبره وساتل شي او پوه شي، چې د هېواد او خلکو برخلیک ټاکنه کوم پړاوونه وهي او پر کوم لوري روانیږي.

د رسنیو ملاتړي بنسټونه وايي؛ که څه هم له افغان دولت سره هوکړې ته رسیدلي، چې د خبرو او غونډو جزئیات به رسنیو ته وړاندې کبږي؛ خو حکومت تر اوسه څه نه وايي.

خبریال ته د ورکړل شویو معلوماتو له مخې تر دم ګړیه د دافغان حکومت د سولي‌ په مذاکراتي ټیم کې چې مشري یې مصوم ستانکزی کوي‌کوم بدلون نه دی راغلی، البته ارګ هڅه کوي‌چې د خبرو پړاو ته یو شمیر ښځینه افغانانو ورزیاتې کړي.‌

بل پلو د طالبانو ځینو سرچینو خبریال وېبپاڼې ته ویلي چې ددوی مذاکراتي‌ټیم ته تازه دوه کسان نور وراضافه شوي‌ چې طالب قوماندانان دي‌ او تر دم ګړیه لا هم په کوټه کې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.