The news is by your side.

طالبان؛ داعش زموږ پر زندانیانو د برید پلان لري

خبریال وېب پاڼه – وسله والو طالبانو خبر ورکړ چې د داعش ترهه ګره ډله یې پر هغه زندانیانو د برید تابیا لري چې د لويي جرګې او او اشرف غني په امر خوشې کېدونکي‌دي‌.

طالبانو تازه په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي چې دوی ته دقیق معلومات شوي دي‌ چې دا زندانیان دې له زندان نه تر خوشي کېدو سم دستي‌وروسته په نښه شي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې یوه داعشي ډله د حکومت د استخباراتو، د ځينو نظامیانو او د زندان د امنیتي پوستو د قومندانانو په مرسته، همغږۍ او همکارۍ اراده لري، چې د ۴۰۰ طالب بندیانو پر لیږدوونکیو نقلیه وسائطو برید ترسره کړي.

طالبانو په ډاګه کړې؛ داعش غواړي، چې مذاکرات ګدوډ کړي او همدا راز له دغو بندیانو څخه خپل غچ واخلي.

طالبانو له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي، چې د دغه خطر د مخنیوی لپاره خپلې هڅې ونه سپموي او د بندیانو د لیږد بهیر په پوره پاملرنه او ډاډ ترسره کړي.

دا لمړی ځل دی چې طالبان په رسمي توګه پر خپلو بندیانو د داعش ډلې د برید خبر ورکوي او له ښکیلو غاړو د زندانیانو د خوندي‌ توب غوښتنه کوي.‌

که څه هم تر دم ګړیه افغان حکومت د طالبانو دغه اعلامیې ته رسمي‌ غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې خبریال وېبپاڼې ته وویل چې دوی داسي ‌هیڅ معلومات نه لري ‌چې پر طالب زندانیانو دې د برید تابیا شوې وي؛ سرچېنې د طالبانو دا خبره په کلکه رد کړه چې افغان حکومت دې پر طالبانو د برید له داعش سره هم غږی کړي.‌

د یادولو وړده چې طالبانو او داعش بیا بیا په افغانستان کې یو پر بل بریدونه کړي‌ او په دې تړاو ځیني طالب مشرانو هم ژوند له لاسه ورکړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.