The news is by your side.

امنیتي‌ګواښ؛د افغان لږکیو د انتقال الوتکه وځنډول شوه

خبریال وېبپاڼه – د ۱۸۰ سیک او هندو لږکیو د انتقال هغه الوتکه ځنډېدلې چې قرار وو دوی هند ته انتقال کړي‌.‌ د الوتکتکې د ځنډ علت امنیتي ګواښ‌بلل شوی دی.‌

په کابل کې د خبریال وېبپاڼې همکار ته د ملي‌امنیت سرچینو ویلي‌چې ښايي‌د (۱۸۰)‌ هندوانو او سیکهانو د انتقال الوتکه د یوې اونۍ په دوران کې په نا ببره توګه الوتنه وکړي.‌

د (۷۰۰)‌ سیک او هندو افغانانو هند ته د انتقال پروسه پرځای ده؛ او سم دستي‌ یې الوتکه ځنډول شوې ده.‌

امنیتي‌سرچینو دا نه دي ویلي‌ چې هنداونو او سیکهانو ته د چا له لوري خطر پېښ دی؛ خو تر دې وړاندي‌ پر هندو او سیک لږکیو د داعش ترهه ګرې ډلې له لوري ‌مرګوني‌ بریدونه شوي دي .‌

د روان کال په مارچ میاشت کې په کابل کې پر یوه ګوردواره باندي د داعش ترهه ګرې ډلې برید وکړ چې (۲۵) کسانو ژوند ورکې له لاسه ورکړ.

تر هغه وړاندي‌ په ۲۰۱۸ کال کې په ننګرهار کې پر سیکهانو هغه مهال ځانمرګی برید وشو چې د ولسمشر غني‌ ملاقات ته وروران وو او (۱۷) کسان پکې ووژل شول.

د هیواد لږکي چې اوس یې تر بل هر وخت ژوند په خطر کې بلل کېږي په داسي‌وخت کې له خپله هیواده هند ته کډه کوي چې په افغانستان کې امنیتي‌ستونزې تر بل هر وخت زیاتې شوې او هم مهاله د سولي‌خبرې هم روانې دي.‌
یوه مخور هندو افغان په کابل کې خبریال وېبپاڼې ته ویلي چې هند ته ددوی د دوهمې ډلې د لېږد الوتنه ځنډول شوې ده او دوی ته د افغان حکومت له لوري ویل شوي چې دم ګړی خطر دی او د خطر له ختمېدو سره هم مهاله به بېرته الوتکه ورته تنظیم او ددوی دوهمه ډله چې ۱۸۰ کسان کېږي انتقال کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.