The news is by your side.

 فراه چاودنه ! تلفات لسګونو ته جګ شول

خبریال وېب پاڼه/ د افغان چارواکو په خبره، تر بل هر وخت سولې ته نږدې شوي دي، خو په همدې حال کې د فراه امنیه قومندانۍ ته نږدې چاودنه کېږي، چې پکې څلور تنه په شهادت رسېدلي او ۲۲ نور ټپیان دي.

د فراه چارواکې وایي، شهیدان څلور واړه پولیس دي او دوه ویشت نور کسان چې ټپیان دي ملکي خلک دي.

د پېښې عیني شاهدان وایي، د چاودنې غږ ډېر دروند و او د یاد شوي شمېر څخه پکې زیات کسان شهیدان او ټپیان دي، چې دوی د شهیدانو شمېر اته او د ټپیانو یې ۲۸ ښيي.

هغوی وویل، چاودېدونکي توکي په یو زرنج ډوله موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي و، چې بریدګر ورته امنیه قومندانۍ ته څېرمه چاودنه ورکړه.

ځینې حکومتي چارواکي تایدوي، چې د بریدګر موخه د فراه امنیه قومندانۍ مرستیال عبدالقادر و، خو نوموړی د برید څخه روغ رمټ وتلی دی.

نږدې وختونو کې افغان چارواکي په خپلو خبرو کې بار بار یادونه کوي، چې سولې لپاره یې هڅې پیل کړي او تر بل هر وخت ورته نږدې شوي دي.

د لویې جرګې پرېکړې په اساس افغان حکومت د زندانونو څخه د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادېدو فرمان هم لاسلیک کړ، خو د جګړې اور لا همغسې بل پاتې دی.

د افغان خاورې مېشت خلک په جګړه کې د ښکېلو ټولو غاړو څخه غوښتنه کوي، چې د جګړې څخه دې لاس واخلي او دایمي اوربند ته دې غاړه کېږدي.

دوی وایي، دا ډول سوله ورته د منلو وړ نه ده، چې يو ځای دې د سولې خبرې روانې وي او دوی دې د جګړې په اور کې سوځی.

همدارنګه د دوی په خبره، دوی ته فرق نه کوي، چې دلته جګړه کومه ډله کوي خو اصل کې دوی ته سراسر افغانستان کې د جګړې ختمول اړین دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.