The news is by your side.

حکومت د ٤٠٠ طالب بندیانو د ازادولو لړۍ پیل کړه

خبریال وېب پاڼه/ افغان حکومت پرون د ٤٠٠ طالب بندیانو له ډلې ٨٠ تنه طالب بندیان د څرخي پله له زندان ازاد کړل.

ټولو ازادو شویو طالب بندیاندو سوګند کړی، چې بیا به د افغانستان حکومت او د خلکو پر وړاندې وسله نه اخلي او سوله اییز ژوند به کوي.

دا ٤٠٠ طالب بندیان د طالبانو له ورکړي لېست سره سم خلاصیږي او د افغان ولس د مشورتي جرګې له لوري یې د خلاصون خبره هم تایید شوې.

افغان حکومت تر دې وړاندې هم د طالبانو له لېست پرته د هغوی زندانیان ور خوشې کړي، چې د ٤٠٠ طالب بندیانو له ازادولو پرته هم د هغوی شمېر ٥٠١٠٠ او سلو ته رسیږي.

د درنو جرمونو ٤٠٠ طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ به همداسې دوام ولري، د طالب بندیانو ژر خوشې کېدو سره به د سولې بین الافغاني مذاکرات هم ژر پیل شي، په دې ٤٠٠ بندیانو کې لسګونه یې د اعدام پر سزا هم محکوم شوي او زیات شمېر یې د نشه یي توکو په قاچاق کې نیول شوي، خو افغان حکومت یې د سولې لپاره خوشې کوي، څو د طالبانو بهانې هم خلاصې شي او د حکومت سره د مذاکراتو مېز ته کیني.

طالبانو هم د افغان حکومت او مشورتي جرګې له دې اقدام هرکلی کړی وو، چې د دوی درانه مجرمین ور ازادوي او د ژر تر ژره بین الافغاني مذاکراتو پیلولو لپاره یې هم چمتووالی ښودلی وو.

د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره د اګسټ ١٦مه نېټه ټاکل شوې، چې حکومت او طالبان به سره پر یو مېز خبرو ته کېني.

د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي هم قطر ته د تللو لپاره ټول چمتووالی نیولی او د ویزې او د کرونا د ټېسټونو کارونه یې هم هم بشپړ کړي دي.

په قطر کې د افغانانو خپلمنځي خبرې د پیلیدو په درشل کې دي، خو د دغو خبرو رسنیز پوښښ د محدودولو هڅو د افغان خبریالانو او مدافع بنسټونو اندېښنې را پارولي دي.

ویل کیږي افغان خبریالان، چې د پوښښ لپاره قطر ته د تلو هوډ لري؛ دغه هېواد ویزه نه ورکوي.

عام افغانان هم په دې باور دي، چې باید د افغانانو له خپلمنځي خبرو څخه با خبره وساتل شي او پوه شي، چې د هېواد او خلکو برخلیک ټاکنه کوم پړاوونه وهي او پر کوم لوري روانیږي.

د رسنیو ملاتړي بنسټونه وايي، که څه هم له افغان دولت سره هوکړې ته رسیدلي، چې د خبرو او غونډو جزئیات به رسنیو ته وړاندې کبږي، خو حکومت تر اوسه څه نه وايي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.