The news is by your side.

د الزايمر ناورغۍ څو حقيقي نښې

خبريال ويبپاڼه -څوک چې دې الزايمز په ناروغۍ اخته وي ډيری خلک داسې فکر کوي چې دوی يوازې د ياد فراموشۍ(د ياد کمزوري) لري خو اما داسې نه ده.

د الزايمر ناروغۍ له پيل تر پايه سره بيله او توپير لري چې ځينې فکر وکړي چې که يو څوک په الزايمر اخته شې د ناروغۍ له پيله چې کومې نښې لري تر هغه نه پاتي کيږي. همغه نښې پکې موجودي نه وي.

خو داسې نه ده ددې برخې ډاکټران وايې چې د الزايمر ناروغۍ ناورغان چې په پيل کې د حافظې کمزوري لري او ددغې ناروغۍ په تيريدو دغه ناروغۍ بيلابيل ډول نښې نښانې ښکاره کوي او آن دا چې ځينې وخت خو د خوراک او غذا خوړولو په وخت کې لا هم ستونزه لري.

ژوند په لومړنيو کې ډير اسانه دی اريک تامسون د امريکا د محتده ايالاتو د الزيمر د ناروغانو د ډلي ستر مشاور وايې په لومړي سر کې چې ناروغان په الزايمر ناروغۍ اخته کيږي ددې ناروغۍنښې نښانې پکې ډيرې کمې ساده او خفيفې وي ښاغلی تامسون زياتوي چې آن ځينې وخت خو لا ددې ناروغۍ ښاره ثبوبت هم نه پيدا کيږي خو ولې د وخت په تيريدو دغه ناروغې ځان ښکاره کوي او آن انسانان د ژوند له سختو ګړاونو سره مخ کوي.

د الزايمر د ناروغان سره بايد ډير په ارامه او ځانګړی چلند وشې ځکه دغه ناروغان که د يو شي په اړه لس ځله هم پوښتنه وکړي بايد سم او مناسب ځواب ورکړل شي او دا ورته ونه ويل چې دا مې څو ويم ځل دی چې ځواب درکوم.
ځکه دا دهغه ناروغ په عزت نفس ډير ژور تاثير کوي او هغه نور هم ددغې ناروغۍ کندې ته ور ټيل وهې.

د هغوې د خپلوانو مرګ بايد ورته ياد نشي.
د الزايمر په ناروغۍ اخته کسان د هغو خپلوانو ډيره پوښتنه کوي چې کلونه مخکې مړه شوي وي بايد هغوی ته داسې ځواب ورکړل شي چې بيرته يې هغه ياد نشې او په ځينو لنډو خبرو د هغو فکر بل لور ته واړو.

بايد په ڼولنيز ډول سم برخورد ورسره وشې په خپل منځ سيالۍ او کيناستا کې يوازي پرينښودل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.