The news is by your side.

کوئټه : جګپوړی طالب چارواکی ووژل شو

خبریال وېبپاڼه – د محکومې پښتونخوا پلازمېنه کوټه کې د طالبانو یو مشهرو قوماندان مــولــوی رازمـحـمـد چې په مشر مشهور وو ووژل شو.

مولوي مشر صیب د د جوزجان ولایت د خواجه دوکوه ولسوالي‌ اوسېدونکی او د طالبانو په لیکو کې مشهور قوماندان وو چې دا مهال یې د فاریاب ولایت د صحت د کمیسئون دنده پرمخ وړله.‌

مولوي‌راز محمد (مشر) د حاجي ادریس وراره، دمولوی اخترمحمد صاحب ورور وو چې نن یې ژوند له لاسه ورکړ.

په بلوچستان ایالت کې د طالبانو د کوټې شورا یوه غړي خیریال وېبپاڼې ته وویل چې مولوي راز محمد په خپله مدرسه کې د پاکستان پر وخت د سهار (۱۰) بجې وسله والو په ګولیو غلبیل کړ او اوس د پآکستان پر وخت (۳ بجې او ۳۰ دقیقې) یې جنازه د  بای پاس په لویه سرکاري هدیره کي خارو ته سپارل کیږي.‌

د بای پاس لويي‌هیدرې ته ګڼ طالب چارواکي‌ورغلي او هلته د نوموړي جنازه روانه ده؛ که څه هم طالبان او‌پاکستان دواړه نه مني چې طالبان په پاکستان کې فعال دي، خو د هیدېرې پر شا وخوا ځیني وسله وال طالبان چې په وسلو سامبال دي هم لیدل شوي دي.‌

د خبریال وېبپاڼې سرچینې وايي چې په وسله سامبال طالبان چې لنډی کلاشنکوفونه ورسره دي د ځینو لوړرتبه طالب مشرانو د امنیت ساتلو ته ورغلي دي.‌

له اوږده ځنډه وروسته دا لمړی ځل دی چې په کوئټه کې یوځل بیا یو لوړرتبه طالب قوماندان ترور کیږي؛ تر دې وړاندي‌ورته پېښي شوې وې، خو په کندهار کې د ځواکمن قوماندان شهید عبدالرازق تر شهادت وروسته د طالبانو د ترور لړۍ کمزورې شوې وه، او دادی یوځل بیا هلته یو لوړرتبه طالب قوماندان ووژل شو.

د خبریال ډاټ کام سرچینې وايي چې په طالبانو کې هم اختلافات شته او کله کله د واک پر سر یو بل وژني او هم دا راز د پاکستان استخبارات هم ځیني هغه طالب قواندانان په نښه کوي چې ددوی له اهدافو سر غړونه کوي؛ خو د کوټې شورا یوه غړي‌خبریال وېبپاڼې ته وویل چې دا وژنه یو بل اړخ لري چې ښايي وروسته یې جزیات په ډاګه شي.   

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.