The news is by your side.

د سباناري لپاره تر ټولو ګټور کوم خواړه دي؟

خبريال ويبپاڼه- شايد تل به مو دا عادت وي چې د سهار يا سبارنازي په وخت کې چای، شيدې يا کهوه وڅښئ.

خو له دې به نه واست خبر چې د سباناري پر وخت کوم خواړه پريمانه ګټې لري.
دا دی په دې راپور کې مو درته د سبارناري د خوراک په اړه جالب معلومات راوړي.
د سبارناري پر وخت د يو ګلاس ګرمو اوبو او ليمو خوراک ډيرې حيراونکي ګټې لري چې په مسلسل ډول خوړولو سره به مو په ژوند کې حيراونکي بدلون راشي.

لومړی اوبه ښې جوش کړئ وروسته چې کله اوبه نيم ګرمې شي د ليمو څو ټوټې ور واچوئ. چې د ۲ مياشتو په ترڅ کې له دې خوند خوراک خوند واخلئ او ګټلو له اسفاده وګړئ..

چې د ګرمو اوبو او ليمو خوړل مو د چاغۍ له ناروغۍ ژوغورې که څه هم دغه په اوسني وخت کې بيخي زياته او د ټولو ناروغيو مور هم ګڼل کيږي.
چې د ليمو او ګرمو اوبو خواصو ته په کتو ستاسو اشتها راکموي او په خوړولو يې له ډير خوراک څه ډډه کوئ. او په خپله ليمو کې د تيزابو شتون د غوړو او چربي ختومونکی خاصيت لري چې د ليمو دغه ډول خاصيت ستاسي چربي او غوړ له منځه ودي.

د بدن باړسوب مو راکموي که کله وخت مو د بدن ځيني برخي التهابي او ميکروبي شي بايد دليمو له دغه ډول محلول څخه استفاده وشي.تر څو مو د بدن پاړسوب کم او ميکروبي برخي روغي شي.

په سباناري کې د محلول څښاک مو د بدن دفاعي سيسټم قوي او د ډير ناورغيو په مقابل کې مو بدن قوي کوي او له خطرناکو ناروغيو مو ژوغوري. چې د c ويټامين په درلودو مو له زوکام او ځينو ميکروبي ناروغيو څخه هم ژغوري.

دسباناري پر وخت کې د ليمو او ګرمو اوبو څښل مو په روحيه ډيره غوره تاثير کوي له روحي لحاظه مو پياوړي کوي او تد ورځي تر پاپه به خوشاله او له ذهني اختلالونو څخه به خلاص ياست.

دلميو او اوبه دغه محلول که هره ورځ وکارول شي ډير ګټې لري چې معدې او هضم لپاره هم ګټور تماميدای شي.

خو پام وي چې چې ددغه محلول په خوړولو کې افراط ونشې ځکه د لميو ډير کارول د هډوکو کمزوري او درد باعث ګرځي.
چې د پښو د درد باعث او ناروغۍ سبب هم ګرځي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.