The news is by your side.

ارګ – نفوذي طالبان کابل ته رارسېدلي دي

خبریال وېب پاڼه/ د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو مشر او د ولسمشر سلا کار وحید عمر وایي، د طالبانو نفوذي کسان په کابل ښار کې ډاډه او عادي تګ راتګ کوي.

وحید عمر د ځوانانو د ورځې په مناسبت په ځانګړو مراسمو کې ویلي، له طالبانو سره سوله د سیاسي جوړ جاړي او مذاکراتو له لارې نا ممکنه ده، د حکومتي سرحدونو وړاندې باید سولې ته کار وشي.

ښاغلي عمر کابل ښار کې د طالبانو نفوذ او ځانګړو ځواکونو شتون تاییدوي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په داسې حال کې په کابل کې د طالبانو د حضور خبره را پورته کوي، چې طالبان اوس مهال د کابل کوتل، خیرخانې او سرای شمالي پورې فعالیتونه لري.

طالبان په کابل کې له کلونو کلونو راهیسې حضور لري، خو افغان حکومت اوس د طالبانو د شتون خبر تاییدوي، له دې ښکاري چې اوس د طالبانو حضور تر ارګه رسېدلې ځکه افغان حکومت هم پوه شوی او غږ یې اوچت کړ.

اوس مهال افغان حکومت اندېښمن دی او ځکه ټینګار کوي، چې له طالبانو سره د سیاسي جوړ جاړي او مذاکراتو له لارې هم سوله نه شي کېدی، نو باید د حکومت له کړیو او بسنټونو ها خوا سولې ته په پراخه کچه کار وشي.

طالبان له ډېرې مودې را هیسې د کابل ښار په شاوخوا او دننه کې لیدل شوي دي، خو افغان حکومت هم نن دا خبره ښکاره کړه، عام افغانان اندېښنه لري، چې د طالبانو نفوذي کسان څنګه او د څه لپاره تر کابل رسېدلي دي.

پلازمېنې کابل کې د طالبانو د نفوذي کسانو د حضور خبر داسې مهال را پورته کیږي، چې افغان حکومت او طالبان د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په درشل کې دي او که د طالبانو له لوري بیا کومه پلمه جوړه نه شي، ممکن په روانه اوونۍ کې د دواړو خواوو د مذاکراتو پلاوي د مذاکراتو پر مېز را غونډ شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو رییس وحید عمر له دې خبرېچې د دطالبانو سره سوله د سیاسي جوړ جاړي له لارې نا ناشونې ده، ښکاري چې افغان حکومت پر طالبانو باور نه لري، چې ګواکې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې له حکومت سره سوله وکړي.

طالبانو تر دم ګړیه په کابل کې د خپلو مهمو او نفوذي کسانو د حضور په اړه د افغان حکومت پر ادعا کوم غبرګون نه دی ښودلی، په داسې حال کې چې د طالبانو مهم غړي نن کوٸټې ته د طالبانو د یو مهم او لوړ پوړي چارواکي جنازې ته تللې وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.