The news is by your side.

د وژل شویو طالبانو د بدن د غړو پرېکولو کوم دود!؟

خبریال وېبپاڼه- زما له سترګو نه تر ننه پورې د برتانيې د ډېلي مېل ورځپاڼې هغه انځور لرې نه شو چې په کې د يوه ځلمي طالب لوڅ کړي مړي ته د دولسو يا ديارلسو کالو يو هلک ولاړ وو او په لتو ېې واهه او زه تر ننه پورې هغه پاخه عمري ټوپکوال چې د مړي وهلو ته ېې خندل، بښلى نه شمه ځکه چې دوى له هم هغې ورځې نه لګيا وو وينې ېې په وينو وينځلې او د هيواد راتلونکي بچي ېې د کرکې او جنګي جنون په غېږ کې رالويول ، زما په انده ګرمه د هغه ځلموټي هلک نه وه ګرمه د هغو پخو عمرو وسله والو وه چې يو ماشوم ېې د يوه انسان د مړي سپکولو ته هڅاوه او په دې ډول ېې د يوه بشپړه ذهني ناروغه کهول رالويولو ته لارې جوړولې. زه له هم هغې ورځې وويريدم چې دا جنګ به په کلونو سوړ نه شي ځکه چې د جنګ تخم ېې د جګړې د ډګر پر ځاى په زړونو او مزغو کې کرلو.

که څه هم له بده مرغه جګړه د انساني لوښې او فطرت يو خوى دى چې ټول انسانان ېې کوي خو پښتانه او په لويه کې ټول افغانان د جګړې ډير درانه دودونه لري د ساري په ډول په پښتنو کې د جګړې يو دود دادى چې که کله کومه مېرمنه يا پېغله د جګړې ډګر ته ورغله او پړونې ېې وغوړولو نو په هم هغه دم به نه بل ډز کيږي او نه به څوک توره پورته کوي بلکې جګړه به سمدلاسه بنديږي. او دا کار به د جګړې دواړه خواوې د خپلې خورلڼې او تورسرې د پړوني په درناوي کې کوي.

د دې تر څنګه بل دود دا هم دى چې دښمن وژلى شې خو سپکه ېې نه شې کولى او دښمن په چړو وهل يا په مړ او ټپي غليم ډز او ګوزار کول هم په خپل ځاى يوه لويه او دکلکې سزا وړ سپکه ده چې ښايي هيڅکله ونه شي.

”د دې اس په شا ټپي غليم مړ نه دى
خو د اس له شا نه پاس نه پورته کيږي
پښتانه يوو په دې خوى مو دښمن پوى دى
چې په مات غليم مو لاس نه پورته کيږي“.

ولې دادى اوس خو لاسونه پورته شول، په مړو پورته شول، غړي او اندامونه ېې ترې پرې کړل او وايي چې دا کار له بده مرغه افغان ملي اردو کړى دى – افغان ملي اردو او په ارغنداب کې ېې کړى دى. که دا رښتيا وي نو داسې سپکه هم شرم لري او هم سزا او د نارينتوب غوښتنه داده چې شرم ومنل شي او ګرمو کسانو ته د ملي اردو د ملي ډسېپلېن د ټاکلي کوډ او قواننينو سره سمه سزا ورکړل شي خو که د ملي اردو غړو دا کار نه وي کړى نو دا پېښه دې د لوى درستيز او د دفاع د وزير په کچه سمدلاسه وغندي او د دې کار تورمخي غله دې ومومي او سزا دې ورکړي، خو که دا دواړه يا نه کوي او ياېې نه شي کولى نو د افغان ولس سره دې يو ښه وکړي ولس به ېې غرونه غرونه احسان ومني او هغه دا چې نوره دې ځان ته افغان ملي اردو نه وايي ځکه چې افغان ملي اردو د يوه زړور او په درنو ارو د يوه وياړلي ولس اردو ده نه د يو څو ارګجه او له ډسپلېنه د وتو وسله والو کنډک!!

لیکوال: ډاکتر اکبر اکبر

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.