The news is by your side.

د امريکا او چين اړيکي په رغيدو دي.

خبريال ويبپاڼه د امريکا د متحده ايالاتو او چين ترمنځ اړيکې چې په دې وروستو کې ډيري ترينګلې شوي وي اوس بيرته په رغيدو دي.

د امريکا او چين اړيکي چې ددې کال د جنوري په مياشت کې پرې شوي وي اوس د دواړو لورو د اخبرو اترو په ترڅ کې په څو ورځو کې بيرته په بيليدو دي.

دغو دوو اقصادي قوتونو چې له ۲۰۱۸ کال راهسي يو له بل سره ځيني کشمکشونه درلودل چې هره يو غوښتل په نړيوال بازار خپل کنټرول زيات او هغه بل اړخ منزوي کړي. چې د چين او امريکا تر منځ دغو ناندريو په نړيوال اقتصاد هم منفي اغیز غورځولی وو.

دې دواړو هيوادنو ددې کال د جنوري په مياشت کې د يو او بل په صادراتي توکو د نرمۍ اعلان وکړ.

که څه په تير ۶ مياشتو کې د چين او امريکا اړيکې سخته ترينګلي او خرابي شوي وې، خو اوس يې هم لا د دواړو هيوادنو په اړيکو سيوری پروت دی.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چين د هغو ۲ دوو ټولنيزو رسنيو ټيک ټاک او وې چټ په وړاندي سخت جديديت ښودلی او دغه دواړه رسنۍ يې په امريکا کې د چپن په جاسوسۍ او د امريکا د امنيت په ګډوډولو تورنې کړي دي.

د چين او امريکا ترمنځ نه يوازي دا چې ددې دواړو رسنيو په سر اړيکې ترينګلې شوي بلکې ځني نور مسايل هم شته لکه د چين له لوري د هانګان لپاره نوی قانون ، د ايغور مسلماناتو سره زور زياتی او د کرونا ويروس په سر يې اړيکې سخته خرابې شوې.

هيره دې نه وي چې ددې دواړو هيوادنو تر منځ مخکې هم چندان اړيکې ښې نه وي تل يې يو د بل په وړاندي زور کارولی. خو له هغه وروسته چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چين د يوې قونسلګرۍ د تړلو اعلان وکړ او ويې ويل چې د چين دغې قونلسګرۍ په امريکا کې د چين لپاره جاسوسي کوله.
چين هم په ورته اقدام لاس پوري کړ او د امريکا يوه قونسلګرۍ يې او وتړله او ددې قونسلګرۍ ډيپلومتان يې ووستل.

د يادولو وړ ده چې د امريکا په نړيواله کچه نه يوازي له چين سره اړيکي ترينګلي شوي بلکي له يو بل نړيوال سيال روسيې سره يې هم اړيکې د هغه راپور په سرترينګلي شوې چې پکې ويل شوي وو د روسې حکومت په افغانستان کې د امريکايانو د وژل په سر طالبانو ته انعامونه ورکړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.