مانتيادت: د سنجيدت مينوال بايد هغه دعاګاني وکړي

خبريال ويبپاڼه/ په خطرناکه د سږو په سرطان اخته د هندي فلمي ستوري سنجيدت ميرمن مانتيادت د خپل خاوند د ناروغۍ په اړه ډير له احساساتو ډک او جذاباتي پيغام خپور کړی. او ويلې دي چې سنجو بابا(سنجدت په روغيدو دی چې له يو څه مودې وروسته به رک روغ او په عادي حالت کي وي.

مانیتا دت ، چې د خپلو ماشومانو سره په دوبۍ کې اوسیږي ، له سجندت له ټولو مینه والو څخه مننه کړي چې د هغې د میړه سنجی دت د روغتیا لپاره یې دعا کړې.
مانتيا دت دا هم ویلي دي چې دوی باید په کومو افواهاتو یا جعلي خبرونو باور ونه کړي.
هغه لیکلي چې سنجو بابا به ډیر ژر روغ شي او د اغلي مانتيادت د خپل خاوند( سنجیدت) له مینه والو څخه غوښتنه وکړه چې د دوی د غوره لوبغاړي لپاره ښې دعاګانې وکړي تر څو د سنجنو بابا روغتیا بيرته برحاله او ژر روغ شي.

کله چې دا خبر خپور شو ، چې سنجيدت په سرطان ناروغۍ اخته شوی د سنجيدت میرمن منیتا دت ، چې په دوبۍ کې اوسيدله ، ډيره غمجنه ا. وارخطا شوه او سمدلاسه له خپلو ماشومانو سره يو ځای هند ته راغله.

اغلې مانیتا دت د خپل میړه د روغتیا او ناروغۍ په اړه په خپل پیغام کې څه ونه ویل ، مګر وېې ویل ، چې “هغه له ټولو هغو کسانو څخه مننه کوي چې د سنجو د ګړندۍ روغتیا لپاره یې دعا کړې ده.”
“موږ ستاسو دعاګانو ته اړتیا لرو ترڅو تر پورې سنجبو بابا له دې خطرناکې ناروغۍ را ووځي او بيرته ژر روغ شي.

د یادونې وړ ده چې د هندي رسنیو له لوري د هندي سنميا د وتلي ستوري سنجېدت د سږو په سرطان د اخته کیدو خبرونه خپاره شوه.

د ممبۍ د لیلاوتي روغتون د ډاکټرانو په وینا ، سنجيدت ، چې د مرحلې IV په سرطان اخته دی ، له رسنیو سره د خبرو کولو اجازه نه لري.
د هندي رسنیو په وینا ، د سنجيدت مينوال غواړي چې د بالیوډ دا وتلی فلمي ستوری بايد د درملنې لپاره د امریکا محتده ايالاتو ته ولاړ شي.

د يادولو وړ ده چې روان کال د هندي سيمنا لپاره تر ټولو بدترين کال شميرل کيږي ځکه ددغه کال په ترڅ بالييوډ ۳ لوبغاړي مړه شول چې د عرفان خان او سوشانت سينګ ځان وژنې د بالييوډ مينوال سخت غمجن کړل.

بايد وويل چې سنجيدت په خپله ټويټر پاڼه خپله مينوالو ته ډاډګيرنه ورکړي او ويلې يې چې ډير ژر به روغ او له مينوالو سره يو ځای شي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More