The news is by your side.

د افغان لوبغاړو په ګډون د ویسټ انډیز لیګ پیلېږي

خبریال وېب پاڼه/ د ویسټ انډیز هېواد تجارتي سیالۍ( سي پي ایل) د روانې میاشتې په ۱۸ مه نېټه( راتلونکې سې شنبه) پیلېږي، چې د سيپټمبر میاشت تر ۱۰ مې نېټې پورې به دوام وکړي.

په یاد لیګ کې به شپږ افغان لوبغاړي د نورو نړیوالو او د کوربه هېواد ویسټنډېز د لوبغاړو تر څنګ لوبېږي.

په یاد لیګ کې د مختلفو لوبډلو له لوري ۹ افغان لوبغاړي اخیستل شوي و، خو درې لوبغاړي د وېزو ستونزې لري، چې امله به یې ونه شي کولی په یاد لیګ کې ګډون وکړي.
پاتې شپږ لوبغاړي د لوبېدو لپاره څو ورځې وړاندې ویسټنډیز هېواد ته رسېدلي دي.

د لوبېدونکو لوبغاړو په ډله کې محمد نبي، راشد خان، ظاهر خان، مجیب الرحمن، نجیب الله ځدراڼ او نوین الحق شامل دي.

درې نور افغان لوبغاړي چې په یاد لیګ کې اخیستل شوي و، خو د ویزو ستونزو له امله یې ګډون پاتې شو.
رحمن الله ګربز، قیس احمد او نوراحمد لکڼوال و، چې د اوږ قرنطین وروسته بدقسمته و، چې په لومړني لیګ کې د لوبېدو پاتې شول.

د کوویډ ۱۹ مخنیوي په خاطر د قرنطین پر مهال په هر ډول کرکټ بندیز و، د قرنطین وروسته سي پي ایل لومړنی کرکټ لیګ دی، چې کرکټ نړیوالې شورا په اجازه ترسره کېږي.

د کرکټ بیا پیلېدو لومړنۍ ورځې د افغان لوبغاړو لپاره زیاتې بوختې دي.
د اګست د ۱۸ مې تر سيپټمبر ۱۰ مې پورې په CPL کې بوخت دي.

د سیپټمبر د ۶ مې تر همدې میاشتې ۱۶ مې نېټې پورې په خپل کورني لیګ شپږیز کې ګډون کوي، چې کابل کې ترسره کېږي.

بیا ورپسې د نړۍ ستر لیګ ای پي ایل چې د سیپټمبر په ۱۹ مه پیلېږي د نوومبر تر ۱۰ مې دوام کوي، په یاد لیګ کې هم درې افغان لوبغاړي لوبېږي.

ای پي ایل( د هند غوره لیګ) دا ځل د هند په ځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي، چې د هند کرکټ ادارې یې وجه په هند کې د کوویډ ۱۹ زیات خپراوی او لوړې مثبتې پېښې ښودلي دي.

د سي پي ایل لیګ تنظیموونکي ادارې خبر ورکړی یاد لیګ به په دوه لوبغالو کې ترسره کېږي، چې کوویډ ۱۹ مخنیوي په خاطر به سیلانیانو ته میدان ته د ورتګ اجازه نه وي او یواځې په تلویزیون به لوبې ننداره کوي.

روانه میاشت، د هند کرېکټ غوره لیګ یا IPL نېټه هم اعلان شوه، له هغې وروسته د افغانستان د شپږیزې کرېکټ لیګ لپاره لوبډلې واخیستل شوې او نېټه یې وټاکل شوه او اوس د ویسټ انډیز کرېکټ لیګ د پیل خبر هم ورکړل شو، دا له کرونا وبا وروسته اسیایي هېوادونو د خپلو لیګونو نېټې اعلان کړې د کرونا وبا له کبله ځنډېدلي وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.