The news is by your side.

راتلونکی کال کابل ته ١٠٠٠ مېګاواټه برېښنا نښلول کیږي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د برېښنا شرکت د راتلونکي کال تر وروستیو کابل ته ١٠٠٠ مېګاوټه برېښنا نښلوي.

د برېښنا شرکت وایي، پلازمېنه کابل به د راتلونکي کال تر وروستیو پورې د منلو وړ برېښنا انرژۍ څخه برخمنه شي.

د برېښنا شرکت مسؤولین وایي، چې اوس مهال د نا امنیو له کبله برېښنایي پورژې بشپړې شوي نه دي او ځنډېدلي دي،خو تر راتلونکو کلونو به کابل ته د اړتیا وړ برېښنا برابره شي او ژر به ١٠٠٠ مېګاوټه برېښنا د پلازمېنې لپاره وصل شي.

مسؤولین زیاتوي، چې اوس مهال کابل ته ٣٠٠ مېګاواټه وارداتي برېښنا، ٨٠ مېګاواټه حرارتي برېښنا او ٢٢٢ مېګاواټه برېښنا کابل ته ځانګړې ده، خو بیا هم د کابل ښاربانو اړتیاوو ته په کتو ستونزه د برېښنا ظرفبت کم دی.

له دې سره بیا کابل ښاریان، په دې وروستیو د ګرمۍ ستخو ورځو وې د برېښنا له پرچاوۍ نیوکه کوي او د برېښنا شرکت پر دې ژمنې باوري نه دي.

برېښنا شرکت مسؤولین د کابل ښاریانو ستونزه مني،خو وایي په ژمي او دوبي په موسمونو کې د کابل ښاریانو مصرف زیات وي نو ځکه پرچاوۍ زیاتې دي.

د برېښنا شرکت په تېرکې هم بار بار ویلي، چې د کابل د برېښنا ستونزه حل کړي خو دا ستونزه دې وروستیو کې نوره هم جدي شوې ده، ولسمشر غني هم په انتخاباتي کمپیانونو کې ژمنه کړې وه، چې په ٢٠٢٠ز کال کې به افغانستان د برېښنا یو صادرونکی هېواد وي، خو په هېواد دننه هم چا ته برېښنا نه رسیږي او ان پلازمېنه کابل هم ثابته او منظمه برېښنا نه لري.

داپه داسې حال کې ده، چې سږ کال د تاجکستان هېواد نه را واېدېدونکې برېښنا له ٣٥٠ نه تر ٤٠ مېګاواټو ته راښکته شوه، چې په دې توګه په هېواد کې د برېښنا ظرفیت هم کم شو او پرچاوۍ هم زیاته شوه.

دوه اوونۍ وړاندې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو، چې له ازبکستان هېواد سره یې د برېښنا د پېرلو خبره کړې او قرار داد به یې د زمري د میاشتې پر ٣٠مه نېټه لاسلیک شي چې ورسره به د کابل ښاریانو د برېښنا ستونزه هم حل شي.

افغانستان چې خپله پراخې اوبه لري او د برېښنا د تولید ښه ظرفیت هم لري، که پر اوبو یې بندونه جوړ شي کولی شي نورو هېوادونو ته هم برېښنا صادره کړي، خو د نا امنیو او فساد له وجې پر دې اوبو بندونه نه دي جوړ شوي او حکومت ورته هېڅ کار نه دی کړی شې اوبه یې ښه پراخه او پرېمانه ګاونډیو هېوادونو ته بهیږي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.