The news is by your side.

احسان الله احسان څوک او ولې پاکستاني فوځ خوشي کړ؟

خبريال ويبپاڼه / تازه د پاکستاني فوځ يوه وياند بابر افتخار رسنيو ته ويلي چې د پاکستاني طالبانو او جماعت الاحرار ډلي وياند احساس الله احسان له دوښی څخه تښتديدلی.

که څه په ښکاره د پاکستاني فوځ وياند د پاکستاني طالبانو د وياند احسان الله احسان خوشي کول د هغه تېشته بولي. تيره ورځ رسنيو ته د پاکستاني فوځ وياند بابر افتخار وويل چې احسان يې له بنده تښتدلی او دايې هم وويل چې له هغه يې ټول ګټور معلومات اخيستي دي.

خو په پاکستان کې ميشت د فوځي چارو کارپوهان او شنوونکي بيا دا يوه بله خطرناکه لوبه بولي چې د پاکستاني فوځ له لوري د پښتنو د ځپلو په موخه پيل شوي ده.

خو د پاکستاني فوځ د وياند تر خبري کنفرانس ۳ ورځې مخکې احسان الله احسان په يوه غږيز پيغام کې چې ۱۱ دقيقې او ۳۰ ثانيې دی رسنيو ته استول شوی او د پاکستاني فوځ له بند څخه د ازاديدو ټوله کيسه يې پکې کړي.

ښاغلي احسان ويلي چې پاکستاني فوځ ورباندي دډيرو خطرناکو کارونو د کولو او د يوې( وژونکي ډلي د مشرۍ) ورته ويلي وو او په خيبر پښتون خوا کې يې د هغو کسانو نولړ هم ورکړی وو چې ددوی په اصطلاح د پاکستان دوښمان دي.

ښاغلی احسان په دې غږيز پيغام کې زياتوي چې د پاکستاني پوځ په دغه ورکړل شوي ليست(نولړ) کې د خبريالانو او د پښتنون قوم د ملاتړو نومان هم وو.

احسان الله احسان دا هم ويلي چې له ای ايس ای او له پاکستاني فوځ سره يې د يوه تړون په لاسليک کولو هغوی ته ځان سپارلی وو. خو دی وايې چې پاکستاني فوځ په خپله وعده وفا ونه کړه.

د پاکستاني پوځ يوه متقاعد جنرال محمود شاه تيره ورځ رسنيو ته وويل چې احسان الله احسان حتمن د پاکستاني پوځ له لوري د يوه نوي تړون له مخې خوشي شوی تر څو د فوځ په خوښه بريدونه او ترهګريز پلانونه تر سره کړي.

د پاکستان د پوځ يو بل متقاد جنرال سيد نذير هم ورته خبره کوي او وايې چې د پاکستان له استخباراتي ادارې او د پوځ له زندان څخه تښته کوم معمولي کار نه دی بلکي ناشوني ده.
ښاغلی نذير زياتوي چې حتمن فوځ له احسان الله احسان کوم نوی تړون کړی دی.

احسان الله احسان څوک ده؟

احسان الله احسان د مومندو اوسيدونکی او اصلي نوم يې لياقت عالي دی. هغه په لومړي ځل د پاکستاني طالبانو د تحريک او وروسته له دې تحريک څخه د جلا شوي ډلې جماعت الاحرار وياند شو چې ۱۰ کاله د وياند په توګه له دې ډلې سره پاتي شو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.