The news is by your side.

افغان ښځې: د نجونو حقونه نه باید د سیاسي معاملو قرباني شي

خبریال وېب پاڼه/ د طالبانو د تورې دورې  احتمالي راستنېدو له امله د ښځو اندیښنه!

طالبانو ته افغان مېرمنو په یو خلاص لیک کښلي، چې تاسو د کنټروا او واک لاندې سیمو کې، ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز دی، ښځو ته مو د زده کړو او په ټولنه کې د حضور اجازه نه ده ورکړل شوې.

په هېواد کې د مېرمنو حقوقي مدافع ځینې بنسټونو د طالبانو مشرانو ته په یوه پرانیست لیک کې دې ډلې ته ویلي دي چې د افغانستان ښځې اجازه نه ورکوي چې د وروستیو کلونو په ځانګړې توګه د مېرمنو حقوقو په برخه کې شوي پرمختګونه یو ځل بیا د سیاسي گټو قرباني شي.

که څه هم د ښځو حقوقو مدافع بنسټونه حکومت سره د طالبانو خبرو مېز ته حاضرېدو څخه خوښي څرگنده کړې خو ویلي دي چې د طالبانو خبرپاڼو له نظره د ښځو پر وړاندې د حقوقو په برخه کې بنسټیز بدلون نه دی کړی.

دې مېرمنو د نجونو زده کړو په اړه د طالبانو لیدلوری اندېښمنوونکی ښودلی او ویلی دي، ځکه اوس مهال د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې کمې نجونې زدکړو ته لاس رسی لري.

د مستقیمو بین الافغاني خبرو احتمالي پیلېدو په درشل کې،
په دغه دوه صفحه ییز لیک کې د افغان ښځو شبکې د ښځو حقونو د څو مدافع بنسټونو سره په تفاهم کې طالبانو ته ویلي دي چې اجازه ور نه کړي څو یو ځل بیا د افغانستان نجونو او هلکانو وړتیا، حقونه او عزت د سیاسي ګټو قرباني شي.

سره له دې چې دغه ښځو د بین الافغاني خبرو ته د طالبانو ګرایش هیله بښوونکی بللی خو د ښځو حقونو او آزادۍ ته د دغې ډلې لیدلوري ثابت پاتې کېدو له امله اندیښنه لري.

په ځانګړي توګه داسې مهال چې د طالبانو ادارې لاندې برخو کې نجونې روزنې او زده کړو ته چنداني لاس رسی نه لري.

د مدني ټولنې فعالان وایي د سولې خبرو ښکېل لوري د ښځو آزادۍ پر وړاندې د محدودیت حق نه لري.

دوی دغه راز له طالبانو غوښتي چې مخامخ د هېواد د ننګونو او د حل لارې په اړه یې او همدا راز د ښځو ستونزو په تړاو له دوی سره خبرې وکړي.

بل خوا یو شمېر افغان ښځې وایي د سولې خبرو ښکېل لوري باید پیاوړی تضمین ورکړي چې د طالبانو د واکمنۍ وخت به بیا ځلي پر ښځو تکرار نه شي.

افغانستان د طالبانو واکمنۍ پر مهال د ښځو لپاره د زندان په توګه بلل کېده، ښځې د یادې ډلې د پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال له ټولو ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو څخه بې برخي وي.

اوس د سولې بین الافغاني خبرو په درشل کې، ښځې په وېره کې دي، چې یو وار بیا تاریخ پر دوی تکرار نه شي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.