په کنړ کې د یوه شاعر سحرايي محاکمه !
خبریال وېبپاڼه – د څوکۍ ولسوالۍ دننه د غونډو په تالار کې د یوې سحرايي محاکمې هغې صحنې کلک غبرګونونه پارولي چې مولوی په ډک مجلس کې یو شاعر ته وايي چې (( ووایه امنتُ با اللهِ وملائکة)) شاعر یې نه تکراوري، مګر ملا ورته وايي چې هله تکرار کړه، شاعر مجبورېږي چې تکرار یې کړي.
وروسته ورته وايي: (( ووایه چې ما بد کړي دي، غول مې خوړلي دي، جک مې وهلي دي، عفوه راته وکړئ، تاسې هم راته عفوه وکړئ او مجاهدین دې هم راته عفوه وکړي…))
شاعر ته د ذهني شکنجې د ورکړې دغې صحنې کلک غبرګونه پارولي چې که په دې خاوره نظام وي، محاکم او څارنوالي وي نو هغوی دې له شاعر تحقیقات وکړي، که مجرم و سزا دې ورکړل شي، نو د ولسوالۍ په دننه کې د صحرايي محاکمې دغه ډول په څه معنا کېدلی شي؟
زه به لومړی د دغه شاعر هغه بیتونه دلته ولیکم چې په یوه مشاعره کې یې ویلي او په ځينو ګوندیمارو ددې لپاره ښه نه دي لګېدلي چې د هغوی رهبر پر رهبر یې تف لعنت ویلی دی.
(( په میکده کې لګېدلې سجده، زنده باد- د شرابونو نه ویستلې توبه، زنده باد.
ملا عمر او ګلبدین او سیاف، تف لعنت- شمعه اشنا، نجیبه فیض او ډیوه زنده باد))
په دې بیتونو کې د دوو جهادي رهبرانو د ګوندونو غړیو دغه شاعر لومړی په حکومت ونیو او بندي یې کړ، کله چې بېرته خوشې شو نو مولویانو او د سیاف او حکمتیار د ګوند غړو پرې د څوکۍ ولسوالۍ په دننه کې توبې وویستلې او د سره یې پرې کلمه تېره کړله.
ما د دغه مجلس ټولې ویډيوګانې پیدا کړې.
لومړی خو د اساسي قانون په رڼا کې هر چاته د بیان د ازادۍ حق ورکړل شوی دی.
دویم دا چې ډېر شعرونه ظاهر یوه معنا لري، خو په دننه کې یې نورې معناوې شته دی، په دې مسله ملایان نه پوهېږي ادبیان او مسلکي خلک پرې پوهېږي.
مثلآ د ناګار صیب دا بین(( د بنګړو په شرنګ سجده شوه سندریزه- موسیقي یې کړه حلاله په لمانځه کې))
که دا شعر په ظاهره ګورې نو بیخي کفر ښکاري، خو معنا یې بیا داسې نه ده.
نو زه وایم چې ته دغو الفاظو ته څنګه کفر وایې چې فضل الخالق کونړي ویلی دی؟؟
بل دا چې که دغه کس ستا رهبر ته یا دین ته سپکاوی کړی دی، نو ته ذهني شکنجه ورکوې؟؟
دلته محکمه نشته؟
څارنوالي نشته؟
قانون نشته؟
شاعر یې یوازې موندلی او هر څوک یې په خوله کې ګوتې ننباسي.
یو حکومتي ولسوال چې د فساد له امله له دندې لرې شو، هغه په دغه ناسته کې په ډېرې سپین سترګۍ راپاڅي او شاعر ته وايي چې (( تا زما کور شرمولی دی، ټول مجاهدین دې شرمولي دي…))
په دې منځ کې ځينې کسان د شاعر طرفداري کوي، خو نور یې کېنوي او خوارکی په ډېرې عاجزۍ ولاړ دی، لکه په دار د ختلو فیصله چې یې اورول کېږي.
دغه موضوع په فیسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو کې هم له ګڼو غبرګونونو سره مخ وه.
د فیسبوک کاروونکي او مدني فعال میرویس نور په خپل فیسبوک وال پوښتنه کړې او لیکي:(( پوښتنه؟
موږ ولې او څه اړتیا ده چې د یوه منتخب رامنځته شوي نظام تر چتر لاندې ژوند کوو؟
موږ ولې د اساسي قانون او درې ګونو قواوو لرونکي یو؟
موږ ولې د نظام په ساختار کې د عدلي او قضایي ارګانونو په نوم ادارې رامنځته کړي؟
ولې مو د ظلم /تیري مخنیوي او مظلوم د حق تامین او عدالت د ټینګښت په موخه قوانین جوړ کړي ؟
ولې مو په تیرو نیږدې دوو لسیزو کې دا هرڅه له ځان لپاره سرې کرښې ګرځولي او د پایښت لپاره یې هره ورځ د سر په بیه قرباني ورکوو؟…..
دا هرڅه لدې لپاره چې په ټولنه کې نظم او دسیپلین رامنځته شي، دخپل سریو او ګډوډیو مخه ونیول شي.مظلوم د ظالم له تیري وژغورل شي، حق حقدار ته وسپارل شي او د سزا پریکړې یوازې د قانون په رڼا کې د یوې معتبرې معلومې مرجع(محکمې) لخوا واورول شي ،دخلکو حقوق ،مال ناموس، عزت او ازادي خوندي شي.
هغوی څوک دي چې اساسي قانون او شته نظام ننګوي؟
هغوی څوک دي چې عدلي او قضایي ادارې وي، خو ترځنې لاندې يي په ناقانونه جوړو شویو صحرایي محکمو کې خلکو ته په خپل سر سزا ورکوي؟
حکومت ولې ړوند او چوپ دی؟
نو اوس تاسې ووایاست دغه ډول کړنې په ښکاره بغاوت نظام ته سپکاوی او له قانونه سرکشي نده؟))
د کونړ یوه لیکوال او فرهنګي محمد اکرام ماموند لیکلي(( حکومت په نوم څه شته یا نه؟
د بیان ازادۍ مدافعین، جمهوریت غوښتونکي- پالونکي او بشري حقونو مدافعین چیرته دي؟
د نبي وارث داسې الفاظ کاروي، چې دین او انسانیت دواړه ته سپکاوی او توهین دی.
انسان ته الله تعالی د اشرالمخلوقات اعزاز ورکړی او د انساني کرامت په خیال ساتلو یي، مونږ ټول انسانان د یو بل په وړاندې مکلف کړي یو.
د نبي وارثان داشان اخلاق لرونکي خلک هیڅ کله نه شي کیدی. شاعر بې ننګه، بې درېځه، ویرې او ډار راخیستی دی.
دا مسله د حال او مستقبل اړوندیږي، تعقیب، غږ پورته کول او غندل یي، زمونږ ګډ مسولیت دی.
مونږ عدالت او قانونیت غواړو، د داشان ټولېدنو او په زور سره د یو شخص عذر او بخنې اړییستلو غندنه کوو.))
شاعر او لیکوال قیام خیام هم پر خپل فیسبوک لیکلي چې ((عدالت غوښتنه!
حکومت دې دا ملا اسلام او د پیغمبر د وارثینو حثیت ته د سپکاوي ،او په شته نظام کې د غیر قانوني صحرایي محکمې په جوړولو د عدلیی او قضایي تعقیب لاندې ونیسي
شاعر که هر څه ویلی و،خو د مشرانو په منځګړیتوب چې زه هم پکې وم،بخنه غوښتې وه،بیا ځل یې دا ډول غیر قانوني محکمه کول د کومو اصولو له مخي کیږي؟((
یو بل لیکوال معشوق ساپی لیکي((د مدرسې غټو حرامیانو هغه شاعر له اسلامه بهر ویستی او په ډک مجلس کې پرې ایمان تېروي/ توبې پرې وباسي. دغه شاعر د خپل شعر په یو بېت کې په حکمتیار او سیاف لعنت ویلی؛ خو دوی دا کار مقدساتو ته سپکاوی بللی. شاعر به پخپل شعر کې افراط کړی وي خو د دوی دا بې چوکاټه بخښنې ته د سړي په مذب درد شي. همهاله مو د پنجابیانو له لوري وطن څیریږي/قیچي کیږي همدا د ننګ ورځ ده، خو دا د اکوړي خټک پیداوار د ممبر له ادرسه پرې هیڅ سپڼ هم نکوي.))
پر دغه مسله لسګونو کسانو لیکنې کړي او له حکومتي چارواکو یې غوښتي چې دغه کسان چې شاعر یې ذهني شکنجه کړی ، باید ونیول شي او تر سره کړي عمل پوښتنه ترې وکړي، خو تر اوسه حکومتي چارواکي په دغه مسله غلي دي.
دغسې عملونه خلکو ته وریادوي چې ګنې بیا د نویمو لسیزو بدې ورځې دي او صحرايي محاکمې ان د حکومت په دالان کې هم روانې دي.
ټول لیکوال د ملایانو دغه عمل غندي او وايي حکومتي چارواکي دې راويښ شي، کنه د مذهبي تندلارۍ او له دینه د چړې جوړول به بدې پایلې ولري
لیکوال : کنړی ځوان
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.