The news is by your side.

سبا د اګسټ ١٦مه ده خو بین الافغاني مذاکرات نشته

خبریال وېب پاڼه/ سبا یکشنبه د اګسټ ١٦مه نېټه چې ټاکل شوې وه، بین الافغاني مذاکرات به پرې پیلیږي، خو د بین الافغاني مذاکراتو موضوع سړه ده، نه د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی قطر ته تللی او نه سبا بین الافغاني مذاکرات پیلیږي.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ لومړنۍ ناسته چې ټاکل شوې وه، سبا یکشنبه د قطر په پلازمېنې دوحه کې ترسره شي، تر نا معلوم وخت ځنډېدلې.

د افغان حکومت د سولې مذاکراتي پلاوي غړي غلام فاروق مجروح خبریال وېب پاڼې ته وویل، د طالبانو سره زموږ د مخامخ خبرو نېټه نه ده معلومه خو افغان مذاکراتي پلاوی به د روانې اوونۍ په جریان کې قطر ته سفر وکړي.

د پلاوي بل غړی حفیظ منصور یې لامل د طالبانو له لوري د افغان حکومت د کومانډو سرتېرو نه ازادول ښیي.

خو طالبانو اعلان کړی چې د حکومت پوره زر تنه بندیان یې ور ازاد کړي او له ٤٠٠ پاتې د دوی نور بندیان دې ژر خوشې شي، بیا به له حکومت سره خبرو ته پر مېز را ټول شي.

افغان حکومت بیا تر دې دمه د طالبانو ٥ زره ٢٠٠ بندیان خوشې کړي چې پاتې نور ٣٠٠ به یې هم ژر تر ژره ور خوشې شي.

په ٥٢٠٠ طالب بندیانو کې سل تنه درانه مجرمین دي، چې څو ورځې وړاندې یې لویې جرګې ازادول تایید کړل، تر دې دمه ترې سل تنه خوشې شوي او پاتې ٣٠٠ به هم ژر ور خوشې کړي، ولسمشر غني ویلي، که د طالبانو سره د مذاکراتو له لارې هم کومې مثبتې پایلې ته ونه رسېدل نو او منفي پایلې را منځته کېدلې، د احتمالي ګواښونو د مدیریت لپاره خپرونې په پام کې نیول شوي.

طالبان وایي حکومت دې د ٤٠٠ طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ ژر بشپړه کړي، بیا به ورسره خبرو ته کینو.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د افغان حکومت له لوري رابلل شوې مشورتي لویې جرګې د طالبانو د درنو جرمونو بندیانو د ازادولو پرېکړه وکړه او سم د واره د افغانستان ملي ټلوېزیون راپور ورکړ، چې د دواړو لوریو تر منځ به مذاکرات د اګسټ پر ١٦مه نېټه د لمریز کال د زمري میاشتې ٢٦مې نېټې یکشنبې ورځې سره سمون خوري پیل شي او د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی به د چهار شنبې یا پنج شنبې پر ورځ قطر ته روان شي.

خو چهارشنبه او ورپسې پنج شنبه هم تېره شوه خو مذاکراتي پلاوی قطر ته نه دی تللی او د مذاکراتو نېټه هم وروسته پاتې شوه چې لا تر نا معلوم وخت وځنډېده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.