The news is by your side.

ډېری نړۍ والې رسنۍ کرونا وایرس نیولي دي‌

خبریال ویب پاڼه / کرونا وایرس تر دم ګړیه د نړۍ ۱۴۵  هیوادونو کې خپور شوی ؛ چې ټول ټال یې تر یولک پنځه څلوېښت زرو زیات کسان نیولي‌ او تر ۵۵۰۰  زیات یې وژلي ‌دي ؛ تر چین راوروسته یې ډېرسیوری پر اروپا يي‌ هیواد اټلي‌غوړولی دی چې اوس یې په کرونا د ککړو ناروغانو کچه تر چاینا لوړه شوه .

په اټلي ‌کې د کرونا ناروغانو شمېر اوس تر ۱۵۰۰۰ زره اوښتی دی او۱۲۶۶ کسان یې وژلي ‌دي‌.‌البته په چین کې د ۶۴ زره کسانو تر رغېدو وروسته اوس هلته ۱۳۴۸۶ د کرونا ناروغان پاتې دي‌او د مرګ کجه یې ډېره ټیټه شوې ده .

په اټلي ‌کې تېره ورځ ۲۵۴۷ کسان نوي ‌په کرونا اخته شوي ‌وو او په همدغه د جمعې ورځ یې ۲۵۰ کسان ووژل .

اروپايي ټولي ‌رنسۍ پر کرونا وایرس خبري کوي او تقریبأ د اروپا ټولي ‌رسنۍ کرونا وایرس نیولي‌ دي‌.

بریتانیا کې بي بي سي راډیو ګاني‌او په ځانګړې توګه بي بي‌سي‌ نیوز تلویزون په سل کې ۹۰ فیصده د کرونا وایرس پّ تړاو خپرونې کوي‌؛ او داسي ښکاري‌ لکه په نوره نړۍ کې چې بله پېښه نه وي .‌

کرونا وایرس او رسنۍ 

بریتانوي ‌ډاکتران او رسنیزي‌ادارې دې کمپاین ته د هلت ایجو کیشن یا روغتیا يي پوهاوي‌نوم ورکړی دی .

رسنۍ په پرله پسې ډول دا خبره کوي ‌چې د دغه موزي ‌ناروي ‌علاج په پرله پسې ډول د لاسونو مینځل ؛ مخ ته لاس نه وړل ؛ د لاس روغبړ نه کول ؛ د ټوخي‌او زکام په صورت کې د هر انسانه دوه متره لیري ګرزیدل او په لویه کې د ګڼې ګوڼې ځان ساتل ښودل شوي دي‌.

ډبلیو ایچ او یا د روغتیا نړۍ وال سازمان اعلان کړی چې کرونا وایرس یوه نړۍ واله وبا ده او د وبا په څېر چلند دي ‌ورسره وشي .

د روغتیا د نړۍ وال سازمان ډایرکټر ټیډروس ایډهانوم Tedros Adhanomوايي چې دا وایرس اوس په نړۍ واله کچه په تېزي سره په پراخېدو دی او باید مخ نیوی یې وشي .

  ډاکتر ډیډوس د نړۍ پر ټولو هیوادونو غږ وکړ چې د کرونا وایرس هر اخته ناروغ ته دي رسیده ګي ‌وکړي‌ او بېړني اقدامات دي وشي .

د روغتیا نړۍ وال سازمان وايي چې هر هیواد دي روغتونونه تیار وساتي او خپلو روغتیايي کارکونو کو ته دي تربیه او ددغه وایرس سره د چلند پوهاوی ورکړل شي .

د روغتیا نړۍ وال سازمان وايي ‌چې دا وایرس د ژوند هره برخه زیانمنوي ‌او په کار ده چې هر هیواد په بېړنۍ او زړه وره توګه ددغه وایرس مخنیوي ته راودانګي ؛ د ډاکتر ټیډروس په وینا چې ځینو هیوادونو وښودله چې دا وایرس کنټرولیدلای شي .

اروپا او امریکا کې کرونا وایرس 

په اروپا کې تر اټلي ‌راوروسته په بلجیم ؛ سپین جرمنې او فرانسه کې ډېري ‌پېښي را مخ ته شوې دي .

ټولي‌ رسنۍ د کرونا په تړاو پرله پسې خبرونو پر سر اخیستي ‌دي‌.بریتانیا کې هم په تېزي‌ سره دا وایرس په پراخېدو دی .

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټوله امریکا کې د بېړني حالت (ایمرجنسي) اعلان وکړ. ډونالډ ټرمپ د روغتیايی چارواکو او د درملو دلویو کمپنیو د استازو په وړاندي په سپینه ماڼۍ کې د ایمرجنسي د اعلان پر مهال د کرونا وایرس د مقابلې لپاره (۵۰) پنځوس اربه ډالر بودیجه هم اعلان کړه .

نوموړي وویل چې امریکا به ډېر ژر د روان روغتیا يي بهران نه ځان وباسي ؛ او ټولو ایالتونو ته یې امر وکړ چې په بېړنۍ توګه د کرونا وایرس سره مبارزې ته ور ودانګي .

کرونا وایرس دم ګړی دامریکا متحده ایالاتو ټلو ایالتونو کې خپور شوی ؛ تر دم ګړیه یې (۱۰۰۰) کسان په اخته شوي  او (۴۱)  یې وژلي دي .

په امریکا کې پر لویو غونډو ؛ ودونو ؛ د موسیقۍ پر پروګرامونو؛ مذهبي او سپورتي لویوغونډو هم بندیزونه لګول شوي دي .

ځیني ښوونیزي ادارې لا له وړاندي بندي کړل شوې وې او ځینو اوس د بندېدلو پرېکړي کړې دي .

ولسمشر ټرمپ نېشنل ایمرجنسي یا په ټوله هیواد کې بېړنی حالت په داسي حال کې اعلان کړ چې کرونا وایرس لا له وړاندي د امریکا د ونډو بازار سخت ځپلی دی .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.