The news is by your side.

د بادغیس اوسېدونکي: حکومت دې ولایت ته پاملرنه نه کوي

خبریال وېب پاڼه/ د بادغیس ولایت اوسېدونکي نیوکه کوي، چې مرکزي حکومت دې ولایت ته هېڅ پام نه دی کړی، دوی پر لاریونونو لاس پورې کړی.

د بادغیسیانو لاریونونه چې له څو ورځو را وړاندې دوام لري، ګواښ کوي که مرکزي حکومت یې بوښتنې ونه مني دوی به په ولایت کې ټولې دولتي ادارې ور وتړي.

د بادغیس د ولایتي شورا غړي، ولسي جرګې استازي او اوسېدونکي له حکومت غواړي چې په دولتي بسنټونو کې د دې ولایت ځوانانو ته هم ونډه ورکړي.

دوی وایي بادغیس پیاوړي او با استعداده ځوانان او لوستي خلک لري، خو حکومت ورته پام نه دی کړی او د نورو ولایتونو اوسېدونکي ولې د دې ولایت دولتي ادارو ته ور پېژني.

باغیسوالو له څو ورځو را هیسې لاریونونه پیل کړي او د دې ولایت مرستیال والي یې هم له ادارې ویستلی دی.

څو ورځې وړاندې د بادغیس ولایت لپاره د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز او د ولسمشر د ۱۲۰۰ شمېرې حکم په اساس تورن جنرال جمعه ګل همت د بادغيس د والي په توګه وټاکل شو، خو د بادغیس د ولایتي شورا غړو او اوسېدونکو له لوري خوایي ډګر تړل شوی وو او د والي د ور تګ مخه یې نیولې وه.

دوی غوښتنه کوي چې لومړی دې دوی د ولایت ځوانان او مستحق کادرونه په نورو ولایتونو او دولتي بسنټونو کې پر دندو وګوماري او بیا به بادغیس ته نوي والي ته د ورتګ او کار اجازه ورکړي.

بادغیس هغه ولایت دی چې له کلونو کلونو را هیسې ورته اساسي پاملرنه نه ده شوې او له ډېرو رغنیزو کارونو او پروژو هم لېرې پاتې شوی او نه یې خلکو ته په حکومت کې لازمه ونډه ورکړل شوې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.