باجوه: د اغزن تار لګولو برنامې ستره برخه پلي شوې
خبریال وېب پاڼه/ د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوېد باجوه وزیرستان ته تللی او هلته یې د افغانستان سره پر پوله د اغزن تار د غځولو له لړۍ کتنه کړې.
باجوه خپلو پوځیانو ته په ټینګار ویلي، چې د اغزن تار د غځولو کارونه دې ژر چټک او بشپړ کړي.
نوموړي له خپلو پوځیانو سره لیدلي او د دوی له مرکزونو او تأسیساتو یې لیدنه کړې، باجوه وایي، پر ډیورنډ کرښه به امنیتي او پوځي اقدامات لا چټک کړي، د اغزن تار لګولو برنامه به هم ژر بشپړه کړي او د دې سترې برنامې ډېره لویه برخه پلې شوې هم ده.
د پاکستان لوی درستیز قمر جاوېد باجوه وایي، موږ سولې ته ژمن یوو او په ډیورنډ کرښه د ترهګرۍ د محنیوي او امنیت لپاره اقدامات نور هم چټک کړي.
باجوه زیاتوي، چې هېواد یې افغانستان او سیمه کې د امنیت او ثبات ټینګېدو ته ژمن دی او دې برخه کې یې غوره رول لوبولی دی. د افغانستان سوله او امنیت د پاکستان هم په ګټه دی او بوازې د سبمې د امنیت لپاره ده بلکې د ترهګرو پر وړاندې به مبارزې ته هم دوام ورکوو.
د پاکستان لوی درستیز دا خبره داسې مهال کوي، چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه د ډیورنډ فرضي کرښه نه مني او د ړنګېدلو خوبونه یې ویني، خو د پاکستان حکومت بیا پر دې کرښې د رسمي سرحد په توګه اغزن تار لګوي او پوځي تاسیسات جوړوي.
پاکستان دې وروستیو کې په ډیورنډ کرښې اغزن سیم تېر کړی او ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه یې د افغانستان په پرتو سیمو اغزن تار لګولی او په ځانګړې توګه په کونړ ولایت کې بیخي وړاندې راغلي چې د یوې ولسوالۍ په زړه کې یې اغزن تېر کړی او ان د کونړ سیند پر نیمې غاړې یې هم اغزن تار لګولی دی.
د پاکستان پوځ ورځ تر بلې نور هم له ډیورنډ فرضي کرښې را دې خوا پر افغان خاوره وړاندې را ځي، خو د پاکستان د دې بزدلانه کار پر وړاندې لا هم افغان حکومت غلی دی او پر وړاندې یې تر اوسه هېڅ کوم عملي اقدامات یې نه دي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.